د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

باوري: د مورنۍ ژبې پراختیا د ملي یووالي د ټینګښت لامل ګرځي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه په دې مناسبت په جوړې غونډه کې مورنۍ ژبه د ماشوم د سالمې ذهنې روزنې، پرمختګ او خلاقیت لپاره مهمه وبلل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل، د مورنۍ ژبه پراختیا د ملي یووالي د ټینګښت لامل ګرځي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په مورنۍ ژبه لیک لوست او زده کړه، ماشومانو ته دا توانايي ورکوي چې په علمي برخه کې پرمختګ وکړي او د خلاقیت صلاحیتونه ولري.

دغو چارواکو دا خبرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لما نځلو په غونډه کې وکړي.

​د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري وویل:

"هر څوک چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړي کوي، له هغو ېې د زده کړې فیصدي لوړه چې په دوهمه او دریمه ژبه یې کوي، انسان خپل هویت په مورنۍ ژبه کې ویني، د افادو د اسانتیاو د برابرولو له امله هم مهمه ده، داچې یوه ژبه له بلې بهتره نه ده یو انسان هم له بل څخه بهتر نه دی او یو انسان له بل څخه کمترنه دی."

ښاغلي باوري داهم وویل، ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د ژبو ترمنځ توپیر رامنځته کړي چې دا کار ملي یووالي ته زیان رسوي او باید مخه یې ونیول شي.

د ویناوالو د معلوماتو له مخې د افغانستان خلک په څه باندې دېرش شو ژبو خبرې کوي چې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې او ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه يي، نورستاني اوپامیري دریمي رسمي ژبې دي.

د افغانستان په اساسي قانون کې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تدریس، دماشوم حق ګڼل شوی دی.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هرکال فبروري په یوویشتمه د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د یونسکو له اصولو سره سمه لمانځل کېږي.

جوړې غونډې ته د افغانستان د جمهور رئیس په استول شوي پیغام کې په اړوندو ارګانونو تاکید شوی چې په تعلیمي مرکزونو کې دې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه دزده کړو اسانیتاوې برابرې شي.

ځینو وینا والو پرحکومت انتقاد وکړ چې دغې مهمې موضوع ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړی.

خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي په ښوونځیو کې یې په مورنۍ ژبه د زده کوونکو لپاره، له څو کلونو راهیسې عملي هڅې پیل کړي چې په ځینو ښوونځیو پلي شوي دي.

د دغه وزارت تدریسي مرستیال محمد ابراهیم شینواري ازادي رادیو ته وویل:

"په درېیمو ژبو کې ترنهم ټولګي پورې کتابونه چاپ شوي، د لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو کتابونه هم اماده او سږکال به چاپ شي، په درېیمو ژبو د ښوونکو د روزلو پرمسئله کارروان دی او بستونه ورته پیدا کوو، ځکه دا د ماشوم قانوني حق دی اوباید هېڅ څوک ورڅخه محروم نه شي."

د پوهنې وزارت داهم وايي، د وزارت د هڅو ترڅنګ د مورنۍ ژبې د تدریس په برخه کې د کورنیو او مدني ټولنې لېوالتیا هم شرط ده او باید په دې برخه کې مرسته وکړي.

یاد وزارت داهم وايي، دغه پروسه په هېواد کې نوې ده او د وخت په تېرېدو سره پراخه شي.

راپور خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG