د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د "ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ" او د هندي ماشوم کیسه!


نن د جون دولسمه د ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو دقیقه احصائیه نه‎ده معلومه، خو د هېواد ناوړه اقتصادي حالت ته په پام سره لیدل کېږي چې دا شمېر ښايي لوړ وي.

موږ هره ورځ د کابل او لویو ښارونو پر واټونو کم عمره ماشومان وینو چې د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره د لږو پیسو په بدل کې درانه کارونه کوي، خو یوازې د افغانستان د لویو ښارونو واټونه نه‎دي چې ماشوم کارګران په‎کې کار کوي.

خو په هند کې هم عین کیسه روانه ده.

نوې ډېلي ته په ټولو ورغلو لویو لارو کې په هرو سلو مترو کې یو ماشوم ښکاري چې جوار خرڅوي.

ډېری دا هلکان د کار لپاره خورا زیات کوچني دي.

دولس کلن پرکاش له همدې ماشومانو څخه دی.

نوموړی په داسې حال کې چې شااوخوا یې مچان الوزي د نوې ډېلي په ۴۰ درجې ګرمۍ کې کار کوي خو ډېر نارامه نه‌ښکاري.

پرکاش خپلو نورو همځولو ته چې له ده په لږ لیرې فاصله کې په کار لګیا دي اشاره کوي او وايي، موږ ټول په ګډه کار او ژوند کوو.

د کار مالکان دوی هر سهار د اېشېدلو جوارو له یو دېګ سره دې ځای ته رارسوي.

پرکاش او ملګري یې د لویو لارو ډرېوران د لاس په اشاره دروي او خپل جوار پرې پلوري او تر هغه وخته کور ته نه‌ستنېږي چې د جوارو دېګ‌یې تش شوی نه‌وي.

په دوی کې د بېلابېلو عمرونو هلکان شته خو کله‌یې چې د عمر پوښتنه وکړئ هر ځل یو نوی ځواب درکوي.

د دې لویو لارو په اوږدو کې څو تنه ځوانان چې د دې هلکانو په وینا د دوی وروڼه دي دوامداره ګزمې کوي خو دوی ته ویل شوي چې د هغو په اړه له ژورنالېستانو سره د خبرو اجازه نه‎لري.

دا ماشومان چې له کلیوالو سیمو د کار په لټه راوتلي اکثر دا خبره مني او په میاشت کې د اتیا ډالرو معادلې تنخواه په بدل کې پټه خوله پاتې کېږي.

نن چې د ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ ده، د کارګرانو نړیوال سازمان وویل چې د نړۍ ۱۶۸ میلیونه ماشومان کارګران دي یا په بل عبارت په هرو نهو ماشومانو کې یو کار کوي.

په هند کې د ۲۰۱۱ کال د احصائیې له مخې دې هېواد ۸۳ لکه کارګر ماشومان درلودل.

که څه هم د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې په هند کې د کارګرو ماشومانو په شمېر کې مجموعي کموالی راغلی، خو ویل کېږي چې په ښاري سیمو کې دا شمېر زیات شوی دی.

نن د ماشوم د کار د مخنیوي په نړیواله ورځ پرکاش او ملګرو یې لا هم پر لویو لارو جوار پلورل خو د جوارو دېګونه‌یې تر اوسه هم نه‌و، خالي شوي.

XS
SM
MD
LG