د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

روغتیایي مسؤلین: په نس ناستي د اخته ماشومانو د مړینې کچه ټیټه شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونسف د اداري د دغه راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې د نس ناستې د ناروغۍ له امله هره ورځ ۲۶ ماشومان مړه کېږی، وايي، د دغې ناروغۍ له امله د افغان ماشومانو په مړینه کې د تیرکال په پرتله،کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت د کوچنیانو د روغتیا د څانګې مسؤل ډاکټرعلی شاه علوي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبروکې، د یونسيف د ادارې دغه راپور نه رد او نه یې تائید کړ، خو ویې ویل چې عامې روغتیا وزارت د رامنځته شوې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره،لازمې هڅې پیل کړې دي.

ښاغلی علوي وایي:

"دوه عمده لاملونه چې د ماشومانو د مړینې سبب کېږي، یو یې سینه بغل او بل یې نس ناستی دی، خو په وروستیو دوو کلونو کې د دغو دوو ناروغیو له امله، د ماشومانو په مړینه کې کموالی راغلی، د نس ناستې د درملنې لپاره مو دوه تازه څېزونه چې په نړیواله درملنه کې شامل دي، هېواد ته راوړي، یو یې د نس ناستې د کنټرول لپاره د زينګ ګولۍ، او بل یې د کمزورۍ "او. ار. اېس" دي."

ښاغلي علوي وویل، د نس ناستې د کنټرول لپاره پنځه کلن پلان تیار شوی او اړوندې ادارې مکلفې دي چې د دغې ناروغۍ د کنټرولو موضوعګانې، په پام کې ونیسي.

د ملګروملتونو د سازمان د یونسيف ادارې په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۶ ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو څخه ټيټ وي ، د نس ناستې پهناروغۍ مړه کېږي.

دغه اداره که څه هم مني چې د نس ناستې د ناروغۍ له امله د افغان ماشومانو په مړینه کې کموالی راغلی، خو بیاهم وايي چې هر کال شااوخوا ۹ زره او ۵ سوه افغان ماشومان، د دغې ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د چارو پوهان وايي، د حفظ الصحې نه مراعتول او د ناپاکو اوبو کارول، د دغې ناروغۍ د خپرېدو عمده لاملونه دي.

د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکتر محمدعارف حسنزي ازادي راډیو ته وویل، د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې کورنۍ، ټولنه او دعامې روغتیا وزارت ستره ونډه لري.

نوموړي وویل:

"پیل له کورنۍ کېږي چې د ماشوم نظافت مراعت کړي، د ډوډۍ له خوړلو مخکې او وروسته په صابون د لاسونو پرېمینځل، د پاکو اوبو څکل او په پاک ځای کې باید و اوسېږو، د حفظ الصحې په مراعتولو کې د اړوندو ارګانونو تبلیغات هم مهم دي."

ښاغلی حسنزی وايي، د عامې روغتیا وزارت باید پر ښارونو سربېره د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته چې د حفظ الصحې د ګټو په اړه پوهاوی نه لري، تبلیغاتي پروګرامونه زیات کړي چې د ماشومانو د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG