د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

کرونا ویروس نړۍ کې د رواني ناروغیو د پيدا کېدو خطر زیات کړی


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د کرونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې خلکو ته د رواني ناروغیو د پيدا کېدو خطر زیات دی ځکه د خلکو سترې ټولنې د روانې ناروغیو، فقر، تجرید، مرګ او مرض تر فشار لاندې ژوند کوي.

د وبا د خپرېدو په لومړیو میاشتو کې ډېر تمرکز د انسانانو د فزیکي صحت پر څرنګوالي و، خو د دې سازمان روغتیايي څارونکو پرون د مې په ۱۳مه، دا خلاصه خپره کړې چې رواني صحت به له دې وبا د وتلو یوه اساسي برخه وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش پرون د روغتیا څارونکو د بیان تر خپرېدو وروسته وویل چې رواني روغتیايي ستونزې چې په هغه کې ډېپرېشن او انګزایټي هم شاملېږي، د نړۍ د بدبختۍ لوی عوامل دي.

XS
SM
MD
LG