د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو د کرونا مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه ولګول


ارشیف، بریتانیا کې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي سفرونه
ارشیف، بریتانیا کې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي سفرونه

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې لاهم د خپرېدو په حال کې دی، یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادونو د دې ویروس د مخنیوي په مقصد نوي محدودیتونه وضع کړي دي.

په دې ترڅ کې بریتانیا هغه سیلانیان چې اسپانیا ته ځي دوه اوونۍ قرنطین کوي او په ویتنام کې چارواکو د کرونا د پېښو له زیاتېدو سره سم له یوه مرکزي ښار څخه لسګونه زره تورېستانو ته د وتلو امر کړی.

په اسپانیا کې چې یو وخت په اروپا کې د 'کووېډ-۱۹' یوه لویه ځاله وه او په نورو اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو د شمېر زیاتېدو دا وېره زیاته کړې چې د تورېزم د راژوندي کولو او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د تېرو څو میاشتو هڅې خاورې نه‌شي.

د بریتانیا د حکومت هغې پرېکړې چې له اسپانیا څخه راستنېدونکي سیلانیان باید د ۱۵ ورځو په مخه قرنطین شي لږترلږه یو اقتصادي ایرلاین دې ته اړ کړ چې له نن د جولای له ۲۸مې څخه اسپانیا ته خپلې الوتنې لغوه کړي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي د سفر بندیز د کرونا د مخنیوي لپاره اوږدمهاله حل‌لاره نه‌ده. د دې سازمان د بېړنیو پروګرامونو مشر مایکل راین (Michael Ryan) پرون د جولای په ۲۷مه په یوه خبري غونډه کې وویل: "د نړیوالو سرحدونو بند ساتل د نړیوال اقتصاد لپاره دایمي ستراتېژي نه‌شي کېدای، نو که څه هم موږ په دې برخه کې د پرمختګ پیل ته اړتیا لرو، خو دا کار باید په داسې یوه طریقه وشي چې خطر یې لږ وي او په دې برخه کې موږ له غړو دولتونو او د تورېزم د صنعت له مسؤلانو سره په نږدې تماس کې یو."

مایکل رایان
مایکل رایان

په متحده ایالاتو کې د بېس بال د ټورنمنټ د دوام پر وړاندې وروسته له هغه خنډونه رامخې ته شول چې یوه اوونۍ مخکې د دې لوبو د لړۍ لومړی ټورنمنټ له نندارچیانو په تشو لوبغالو کې ترسره شو.

د دې لیګ درې لوبې پرون د جولای په ۲۷مه وروسته له هغه لغوه شوې چې د میامي مارلینز لوبډلې د ۱۱ لوبغاړو او درېیو روزونکو د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته راووته.

د یوه بل خبر له مخې د امریکا کانګرس د کرونا د محدودیتونو له کبله له ځپل شوي اقتصاد سره د مرستې لپاره د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د یو بل پروګرام په اړه غور کوي او غواړي له امریکایانو سره پر اوونیزې نقدي مرستې سربېره په یو ځل د سړي پر سر ۱،۲۰۰ ډالر نقدې پیسې ووېشي.

د یوه ورته مخکېني پروګرام په اساس تر اوسه هم هغه امریکایان چې وزګار دي د اوونۍ ۶۰۰ ډالر نقدې پیسې ترلاسه کوي، خو د دې پروګرام امتیازونه د روانې میاشتې تر پایه دوام کوي.

امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال

د کرونا وبا د ناروغانو شمېر په اسیا کې هم په زیاتېدو دی. په ویتنام کې حکومت لسګونه زره تورېستانو ته له مرکزي ښار دانانګ څخه د وتلو امر کړی دی او دې ښار ته‌یې د دوو اوونیو په مخه د تلو راتلو الوتنې بندې شوې دي.

د ویتنام حکومت نن سې شنبه وویل، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د شنبې او یکشنبې په ورځو په دې ښار کې د کرونا ویروس لږترلږه ۱۴ پېښې ثبت شوې.

په هانګ کانګ کې هم چارواکو له دوو د زیاتو خلکو پر راټولېدلو بندیز لګولی، رستورانتونه‌یې بند کړي او په عامو ځایونو کې د ماسک اغوستل جبري شوي. همداراز په چین کې هم پرون دوشنبه د کرونا ویروس ۶۸ نوې پېښې ثبت شوې دي.

'کووېډ-۱۹' ناروغۍ تر دې دمه په ټوله نړۍ کې له شپږنیم لکو زیات کسان وژلي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۶ نیم میلیونو ته نږدې شوی.

XS
SM
MD
LG