د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

ایران کې په یوه میاشت کې نن د کرونا ویروس تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه


ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن
ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

ایراني چارواکي وايي چې نن‌یې په دې هېواد کې په نږدې یوه میاشت کې په یوه ورځ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

فرانسپرس خبري اژانس نن د اګسټ په دوهمه نېټه د روغتیا وزارت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې نوموړې وايي، په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۶۸۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې د جولای له اتمې په راوروسته موده کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

سیما سادات لاري له ۳۱ څخه په ۲۵ ولایتونو کې د کرونا وبا وضعیت د اندېښنې وړ وباله. په ایران کې له ۳۰۶ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي. دا هېواد د ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې په نهم ځای کې دی.

XS
SM
MD
LG