د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

افغان حکومت د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو له ډلې ۸۰ تنه خوشې کړل


د طالبانو د ۸۰ تنه خوشې شویو بندیانو له ډلې یو شمېر کسان
د طالبانو د ۸۰ تنه خوشې شویو بندیانو له ډلې یو شمېر کسان

افغان حکومت وايي چې تېره ورځ ناوخته‌يې د پلچرخي له زندانه ۸۰ تنه طالب زندانیان ازادي کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "ټولو ازادو شویو زندانیانو سوګند یاد کړی چې تر ازادۍ وروسته به سوله‌ییز ژوند پیلوي او د افغانستان د خلکو خلاف به بیا جګړه نه‌کوي."

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې تلپاتې سولې ته د رسېدو په هدف اړینه ده چې ښکېل نور اړخونه هم له خپلو مسؤلیتونو سره سم لازم اقدامات وکړي او وخت ضایع نه‌کړي.

یو شمېر خوشې شویو طالبانو بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کړې ده.

د ملي امنیت شورا د یو شمېر خوشې شویو طالب زندانیانو وېډيوګانې خپرې کړې دي: "زما نوم باز محمد دی، د اختطاف په جرم بندي وم، له خپلو مشرانو او حکومت نه غواړم چې دایمي اوربند وکړي، نور دا وینه تویول ختم کړي چې مسلمانان په کرار شي، دومره وخت چې جنګ و موږ ډېر تاوان کړی دی، باید اوربند وشي چې ټول ځوانان زده‌کړې وکړي او پاتې عمر په ارامۍ تېر کړي."

"زما نوم محمد شریف دی، زه د ترور په جرم بندي شوی وم، اوس خوشې شوم، زه په افغانستان کې تلپاتی اوربند او دایمي سوله غواړم."

دا د هغه طالب زندانیانو د خوشې کولو د لړۍ پیل دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې يې خوشې کول تأييد کړي وو.

  • خو پاتې نور ۳۲۰ طالب زندانیان به کله خوشې کېږي؟

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل جمعه سهار ازادي راډيو سره په خبرو کې دقیق وخت ونه‌ښود، خو ویې‌ویل چې د هر پرمختګ پر مهال به معلومات شریک کړي.

طالبانو هم د یو شمېر طالب زندانیانو خوشې کېدل تأييد کړي دي، خو د دې ډلې د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین‌يې د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

په همدې حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي دا ۴۰۰ طالب زندانیان د ټولې نړۍ لپاره خطر دی.

ښاغلي غني چې تېره ورځ ناوخته‌يې د هغه وېډیو کنفرانس له لارې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا له لوري جوړه شوې وه، خبرې کولې وویل د سولې د ټینګښت لپاره افغان حکومت لوړه بیه پرې کړه.

نوموړي دغه‌شان وویل چې اوربند او د تاوتریخوالي پای ته رسول د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي له عمده موخو څخه دي.

ښاغلی غني زیاتوي: "د خوشې کېدو پرېکړه د افغانستان د خلکو له‌خوا شوې او دا یوه پیاوړې ملي اجماع ښيي، د دغې موضوع تر وخته پورې اجماع د سولې پر غوښتنه وه، نه د سولې پر بیې، دې لېست کې داسې زندانیان شته چې موږ او تاسو او نړۍ ته خطر پېښولی شي، لکه د نشه‌یي توکو قاچاقچیان او لوی مجرمان، دا موضوع له ټولو متحدانو او ملګرو سره شریکه شوې ده."

د ازادي راډیو خبریال چې تېره ورځ ناوخته د پلچرخي زندان ته ورغلی وو، په سیمه کې د ملي امنیت یوې سرچینې په حواله چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، وویل چې دا بندیان د امنیتي ستونزو له کبله په پوځي وسایطو کې له زندانه بهر او د کابل په بېلابېلو سیمو کې خوشې شول.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دوی د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ له ځینو جدي امنیتي خطرونو سره مخامخ ده.

د طالبانو له ۸۰ تنو خوشې شویو بندیانو له ډلې یو شمېر کسان
د طالبانو له ۸۰ تنو خوشې شویو بندیانو له ډلې یو شمېر کسان

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو ادعا کړې وه چې داعش ډله د افغانستان د استخباراتو په همکارۍ هڅه کوي د خوشې شویو بندیانو پر کاروان برید وکړي.

طالبانو په دې اعلامیه کې غوښتي وو چې د دغو بندیانو د انتقال بهیر په ترڅ کې له احتیاطه کار واخیستل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ پر ټویټر د طالبانو له‌خوا د بندیانو د امنیت د څرنګوالي په اړه تورونه رد او بې‌اساسه یې وبلل.

ښاغلي صدیقي وویل حکومت له وړاندې په دې اړه ځیني اقدامات په پام کې نیولي دي.

پوښتنه دا ده چې د دغو کسانو په خوشې کېدو سره چې ظاهراً د سولې خبرو پر وړاندې وروستی خنډ بلل کېږي، څومره د ریښتونې سولې د راتلو تمه کېدای شي؟

په واشنګټن کې مېشت د سیاسي مسایلو څېړونکی حاجي سید داوود په دې اړه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم د طالبانو او د افغان دولت ترمنځ کافي بې‌باوري شته. دوهمه مسئله، د افغانستان د دولت او د امریکا د مذاکراتي ټیم ترمنځ ستونزې لیدل کېږي. درېیمه مسئله، د افغانستان دولت غواړي د امریکا روان وضعیت ته په کتو چې دلته انتخابات کېږي او د انتخاباتو نتیجه څه راوځي، دوی غواړي دا مسایل په نن او سبا ترسره کړي. نو زه فکر کوم که اوس هم د امریکا مذاکراتي ټیم د افغان دولت او طالبانو سره کار ونه‌کړي، دا به ډېره ګرانه وي چې د افغانستان خلک به سولې ته لاسرسی پیدا کړي."

حاجي سید داوود
حاجي سید داوود

ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس د دوشنبې په ورځ د پاته ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ.

تمه ده د دغو طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لومړی پړاو په قطر کې پیل شي.

د افغانستان د حکومت ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي ویلي چې دغو خبرو ته چمتو دی.

د دغو ۴۰۰ طالبانو په خوشې کېدو سره د دې ډلې د پنځه زره بندیانو لړۍ بشپړېږي. طالبانو د دغو کسانو لېست افغان حکومت ته ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG