د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ډيجيټل ژورنال: خوشې کېدونکو طالب بندیانو کې لسګونه په اعدام محکوم دي


ارشیف
ارشیف

څو بهرنیو ورځپانو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو او په ځانګړې ډول د افغانستان د حکومت په توقیف ځایونو او زندانونو کې د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه مقالې خپرې کړې دي.

  • ويسټ اسټرالیا

ویسټ اسټرالیا ټوډې ورځپاڼې لیکلي چې یو تن چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې به له زندانه خلاصېږي، حکمت الله نومېږي، د افغانستان د پوځ پخوانی عسکر دی او درې اسټرالیايي عسکر یې وژلي و.

ورځپاڼې په وینا، حکمت الله په ۲۰۱۲ میلادي کال کې، په هغه پوځي قطعه کې چې عسکر و، پر دریو اسټرالیايي عسکرو ډزې کړې وې او په خپله تښتېدلی و.

په مقاله کې لیکل شوي چې حکمت الله اوه کاله په بند کې تېر کړي دي.

ورځپاڼې همدا راز په اسټرالیا کې له یو شمېر افغانانو سره چې هلته کډوال شوي او د کورنیو غړي یې په جګړه کې قرباني شوي، خبرې کړې او د هغوي په حواله یې لیکلي چې نه غواړي چې د عزیزانو قاتلان یې له بنده خوشي شي.

د ورځپاڼې په حواله، هغوي حتی د اسټرالیا له صدراعظمه غوښتنه کړې چې دا مسئله دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مطرح کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر ملاتړکونکو ادارو او د قربانیانو د ځينو کورنیو غړو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

وسله والوطالبانو دافغانستان له حکومت سر د سولې د خبرو د پيل لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو شرط ايښی او ویلي یې دي چې د حکومت له لوري به هم ۱۰۰۰ جنګي اسیران خوشې کړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه ۴۶۰۰ طالبان خوشې کړي دي.

خو دا لا نه ده څرګنده چې پاتي ۴۰۰ بندیان څه ډول کسان دي.

  • ډيجيټل ژورنال

ډيجيټل ژورنال خپرونې په یوه مقاله کې په دې ټینګار کوي چې په دې کسانو کې ۱۵۶ تنه په اعدام محکوم دي او پاتې کسان هم په سختو جنایتونو کې لاس لري.

ورځپاڼې دې ته هم اشاره کړې چې په افغانستان کې وروستۍ مشورتي لویې جرګې د هغوي ازادي ته رایه ورکړه او ولسمشر غني یې فرمان لاسلیک کړ او لیکلي یې دي چې دې پرېکړې د طالبانو او حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره خلاصه کړه او ممکنه ده چې حتی په راتلونکې اوونۍ کې دا خبرې وشي.

  • واشنګټن اګزامينر

واشنګټن اګزامینر خپرونې هم لیکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تر لاسلیک څه باندې شپږ میاشتې وروسته محمد اشرف غني او د هغه لومړي مرستیال د یک شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشې کولو لپاره د زلمي خلیلزاد غوښتنه عملي کوي.

د دې مقالې لیکوال لیکلي چې د امریکا ټولې سیاسي کړۍ په افغانستان کې سوله غواړي خو د لیکوال په لیکنه، سولې باید خیالي نه وي.

XS
SM
MD
LG