د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

نیویارک ټایمز: د غني حکومت ځان داسې ځای کې ولیده چې تصور یې نه کاوه


مشورتي لویې جرګې یو انځور
مشورتي لویې جرګې یو انځور
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې کابل کې د لویې جرګې په جوړېدو یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي، د جرګې غړو ته ویل شوي و چې د بندیانو د خوشې کېدو په اړه مثبت یا منفي نظر ورکړي.

د ورځپاڼې په باور د جرګې غړو ته دا نه وه په ډاګه شوې چې دغه شمېر طالب بندیان چې دوی یې د خوشې کېدو یا نا خوشې کېدو پرېکړه کوي، په کومو جرمونو محکوم دي.

نیویارک ټایمز د یوې حکومتي سرچینې په حواله لیکلي، خوشې کېدونکو څلور سوه طالبانو کې ۱۵۶ په اعدام محکوم دي.

دوی وایي، دې ډله کې ۱۰۵ نور په وژنو ، ۳۴ په اختطاف او ۵۱ نور د نشه یي توکو په قاچاق تورن دي.

نیویارک ټایمز وایي، دوی کې ۴۴ هغه طالبان شته چې د افغان حکومت او متحدینو په تور لېست کې دي.

د مقالې لیکوال ویلي، د محمد اشرف غني حکومت ځان داسې ځای کې ولیده چې تصور یې نه کاوه، ځکه د افغان دولت چارواکي په دې باور دي چې امریکا د سولې په ګړندي بهیر طالبانو ته مشروعیت ورکړ.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د لویې جرګې پر پرېکړو یوه لیکنه خپره کړې او دا سرلیک یې ورکړی، حکومت ۴۰۰ زندانیان ازادوي چې سولې ته لاره هواره شي.

په مطلب کې راغلي، د دغو مهمو طالب زندانیانو په خوشې کېدو به د بین الافغاني خبرو په وړاندې وروستی خنډ هم لرې شي.

د مطلب لیکوال ویلي، د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته متحده ایالات له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، خو لیکوال د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته اشاره کړې چې ویلې یې دي، طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري.

مطلب کې د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نظر را اخیستل شوی چې ویلې یې دي، طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرېکون کې یو څه پرمختګ کړی، خو په کار ده چې دا ډله نور ګامونه هم واخلي.

  • ایشیا ټایمز

ایشیا ټایمز په دې اړه خپله مقاله کې لیکلي چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پر سر له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې نژدې شوي.

په مقاله کې راغلي، د جرګې غړو د طالب زندانیانو خوشې کېدو ته رایه ورکړه، خو له حکومت نه یې وغوښتل چې خوشې کېدونکي زندانیان په کلکه وڅاري چې بیا جګړې ته ستانه نه شي.

د مقالې په پای کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، افغانستان کې نژدې شل کلنه جګړه پای ته رسوي، هغه جګړه چې ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم په پرزځولو پېل شوه.

XS
SM
MD
LG