د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ


ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ
ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ

د افغانستان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ او ټاکل شوې چې دغه بندیان په نږدې ورځو کې خوشې شي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو پر پرېکړې د سولې مشورتي لویې جرګې موافقه کړې وه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکي هیله ښیي چې په دې اقدام سره به ژر تر ژره د سولې خبرې پیل شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د رسنیو مسؤل رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل چې تمه لري نور د افغانانو ترمنځ د خبرو ځنډولو ته کومه پلمه نه‌وي.

رضوان مراد

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ. دا د ملت او لویې جرګې غوښتنه وه. دا پروسه تخنیکي او اداري مسایل لري، نو تر درې یا څلورو ورځو پورې به دوی خوشې شي. هیله لرم طالبان هغسي چې ژمنه‌یې کړې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ۴۰۰ بندیانو تر خوشې کېدو وروسته سمدستي د سولې خبري پیل شي."

د دغو بندیانو په خوشې کولو سره د افغانستان حکومت له لوري د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت دغه زندانیان چې شااوخوا ۱۰۰ تنه‌یې په اعدام محکوم ول، خطرناک مجرمین بللي وو او د هغوی خوشې کېدل‌یې د ولسمشر له صلاحیته پورته ګڼلي وو چې له همدې کبله پرېکړه مشورتي لویې جرګې ته پرېښودل شوه.

درې ورځنۍ مشورتي لویې جرګې په کابل کې د دغو بندیانو پر خوشې کېدو موافقه وکړه.

تمه وه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره دواړه لوري یعنې حکومت او طالبان دواړه په ټول هېواد کې پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه وکړي، خو اوس طالبان وایي چې د اوربند پر څرنګوالي به د سولې په مذاکراتو کې بحث کېږي.

د سولې مشورتي لویه جرګه

د دغې ډلي په خبره دوی د خپلو ۴۰۰ بندیانو تر خوشې کېدو وروسته په درېیو ورځو کې له حکومت سره خبرې پیلوي.

د مذاکراتو د چمتووالي خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې وکړه.

نوموړي تر دې وړاندې ازادي راډیو ته د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه ویلي وو چې دا ډله خپل پوځي عملیات کموي، خو په وینا یې د افغان ځواکونو بریدونو ته چې ده پاروونکي وبلل، ځواب وایي.

مهمه پوښتنه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل د نېټې په اړه ده.

د سولي په چارو کې د دولت وزارت لوړپوړي سلاکار عزیزالله فضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت پلاوی راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي.

ده وویل: "د افغانستان له‌خوا مرکچي پلاوی چمتو دی. د اګسټ له ۱۸ تر ۲۰مې پورې دوی قطر ته سفر کوي. فعلاً لویه ستونزه نه‌شته. ټول چمتووالی نیول شوی چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت لوړپوړی سلاکار عزیزالله فضلي

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت چارواکو د طالبانو د پاته بندیانو د خوشې کېدو لپاره د مشورتي لویې جرګې پرېکړه د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ګڼي، خو ځیني بیا د دې اقدام مخالف دي.

د جګړو د قربانیانو یو شمېر کورنۍ، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د مدني ټولنو ځیني فعالان له دې پرېکړې ناراضه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر اندېښنه لري چې د خبرو تر پیل دمخه د بندیانو خوشې کول معمول کار نه‌دی.

مېرمن اکبر په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د بندیانو خوشي کېدل د معمول سره سم د خبرو پر مهال یا تر هغه وروسته کېږي.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره د فبرورۍ پر ۲۹مه د توافق وروسته ژمنه وکړه چې د مارچ پر ۱۰مه به بین‌الافغاني خبرې پیلوي، خو شرط‌یې د ۵،۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل وو. هغه لړۍ چې میاشتې وخت‌یې ونیو او اوس تمه ده په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG