د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

مسیر: ایا جرګې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د مشورتي لويې جرګې د پایلو په اړه مقالې او لیکنې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې خپله سرمقاله پیل کړې ده "ایا جرګې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟"

وړاندې راغلي چې له پیله همدا اټکل کېده چې جرګه به د بندیانو خوشې کول تأییدوي، خو په باور یې پرېکړه کې ځینې داسې مسایل شته چې وروسته لانجه جوړولی شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي دا پرېکړه چې پاتې طالب بندیان دې خوشې شي د ټولو اړخونو او ولس له هرکلي سره مخ شوې ده، ځکه تمه کېږي چې په دې سره به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د جرګې سیاسي اړخونه پر خپل ځای، خو یو څه په‌کې روښانه شول او هغه دا چې افغانان په یوه غږ سوله غواړي او د دې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

مسیر ورځپاڼې لیکلي د جرګې له دې پرېکړې وروسته اوس په کار ده چې په چټکۍ سره دا بندیان خوشې شي او طالبان دې هم په اعلان شوي یا نااعلان شوي ډول جګړه ودروي او تاوتریخوالی دې تر ممکن حده کم کړي ځکه په وینا یې که داسې ونه‌شي ځینې کړۍ شته چې بیا هم هڅه کوي، ستونزې پیدا کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د جرګې نتیجې باندې سرمقاله ځانګړې کړې ده او لیکلي، "د سولې په هکله مشورتي لویه جرګه د ښو نتایجو سره پای ته ورسېده."

سرمقاله کې راغلي چې په پیل کې شکونه موجود وو شاید ولسمشر غنی داسې ټکي د دې جرګې اجنډا ته ورداخل کړي چې د سولې په لار کې خنډونه منځته راوړي، خو په وینا یې له نېکه مرغه داسې ونه‌شول او د پاتې طالب بندیانو ازادېدل د دغې جرګې د بحثونو د محور ټکی وګرځېد.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د جرګې پرېکړه‌لیک يې هم یو متعادل او منطقي سند راووت چې له یوې خوا یې د سولې د هڅو چټکول غوښتل او له بلې خوا یې د افغان ولس هغه غوښتنې منعکسې کولې چې غواړي د دوو لسیزو مثبتې لاسته راوړنې او اساسي حقوق‌یې محفوظ پاتې شي.

سرمقاله کې د سیاسیونو یووالي ته اشاره شوې او راغلي، که زموږ سیاسیون او واکمنان لکه د جرګې په اخره ورځ سره یو لاس او یوه خوله وي کولای شو دغه پروسه هم افغاني کړو او هم‌یې د هېواد په ګټه راوڅرخوو.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د لویې جرګې جوړېدو ته په اشارې لیکلي چې افغان ولس يو ځل بيا ثابته کړه چې هغوی په ډېرو سختو حالاتو کې ملي تصميم نيسي او د دې لپاره ټول اقوام او قشرونه پر يوه ټغر سره راټولېږي او د ملت او هېواد ژغورلو لپاره پرېکړه کوي!

سرمقاله کې راغلي، د افغان حکومت تګلاره د سولې تګلاره ده، جرګې خپل حيثيت ثابت کړ چې په وینا یې اوس طالبان هم بل انتخاب نه‌لري او بايد وښيي چې له سراسري اوربند وېره نه‌لري.

سرمقاله لیکونکي که څه هم روان حالت مبهم یاد کړی او لیکلي یې دي بېلابېلې ډلې هڅه کوي چې افغانان په خپلو کې سره راټول نه‌شي، خو په باور یې غوره ده چې طالبان په دې کې خپلواکي په ثبوت ورسوي او لومړی تل‌پاتې اوسراسري اوربند وکړي او د سولې لپاره خبرو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG