د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د سولې مشورتي لویه جرګه نن د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه پرېکړه کوي


مشورتي لویه جرګه
مشورتي لویه جرګه

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه نن په درېیمه او وروستۍ ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه رسماً اعلان کړي.

داسې ښکاري چې د بین‌الافغاني خبرو د پيل په وړاندې وروستی خنډ هم په لیرې کېدو دی، خو د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو دا ګام له هیلو او اندېښنو سره تړلی.

کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ویلي، دا ۴۰۰ طالب زندانیان دې چې حکومت خطرناک مجرمان بللي، د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې خوشې شي.​

عبدالله: د مشورتي لویې جرګې ډېری کمېټې د طالب بندیانو مشروط خوشې کول غواړي

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د یو شمېر افغانانو وېشلي نظرونه

هیلې دا دي چې د دغو زندانیانو په خوشې کېدو سره به تر درېیو ورځو پورې په قطر کې بین‌الافغاني خبرې پیل او په بشري اوربند به توافق وشي.

طالبانو هم د تېر لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، دوی له خپله اړخه د دولت څه باندې زر زندانیان پرېښودل او که د دوی ۴۰۰ نور بندیان هم ازاد شي، خبرو ته چمتو دي.

د طالبانو له‌خوا د حکومت ازاد شوي بندیان
د طالبانو له‌خوا د حکومت ازاد شوي بندیان

خو د جګړې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ او د بشري حقونو ملاتړي د جرګې له دې پرېکړې سره همغږي نه‌دي او د بندیانو خلاصون ته اندېښنه لري.

د فرانسې خبري اژانس په غزني کې د وژل شوې فرانسوۍ بیټینا ګایسلارد د کورنۍ خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، دوی نه‌غواړي د ګایسلارد قاتلین ازاد شي.

ګایسلارد د ملګرو ملتونو د کډوالو د برخې کارکوونکې وه چې په ۲۰۰۳ کال کې غزني کې د دوه وسله‌والو له‌خوا ووژل شوه.

د دغې مېرمنې مور، پلار، ورور او خور یې فرانس پرس ته ویلي، دوی د ګایسلارد د وژونکو د خوشې کېدو هېڅ تصور نه‌کوي.

دوی ویلي، د دغو وژونکو خوشې کول د قضایي بهیر خلاف کار دی، ځکه چې د افغانستان محکمې دوی مجرم پېژندلي دي.

د فرانس پرس په وینا د ګایسلارد وژونکي اوس د هغو ۴۰۰ زندانیانو په ډله کې دي چې خوشې کېږي.

ارشیف
ارشیف

ډیجیټل ژورنال کاناډایۍ خپرونې هم دا ۴۰۰ خوشې کېدونکي طالبان خطرناک بللي.

دغې خپرونې په یوه راپور کې لیکلي دوی کې ۱۵۰ تنه په اعدام محکوم شوي کسان دي.

راپور کې راغلي، د بندیانو په دغه ډله کې ۴۴ هغه طالبان هم شامل دي چې په مهمو حملو کې د خپل رول له کبله امریکا او نور هېوادونه ورته اندېښنه لري.

ډیجیتل ژورنال وایي، دې ډله کې ۵ هغه افراطي وسله‌وال هم شامل دي چې په کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل د ۲۰۱۸م کال په حمله کې دخیل ګڼل شوي، په هغې حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي وو.

د دوی په باور په لېست کې د ملي اردو د یوه پخواني افسر نوم هم شامل دی چې په ۲۰۱۲ میلادي کال‌یې په یوه حمله کې ۵ فرانسوي سرتېري وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي وو.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم ویلي، نړیواله ټولنه او دولت باید د طالب بندیانو د خوشې کېدو بشري اړخ ته بې‌پروایي ونه‌کړي.

دې ویلي، د بندیانو بې‌قید او شرطه ازادي د معافیت دود پیاوړی کوي او عدالت په‌کې تر پښو لاندې کېږي.

په ولسي جرګه کې د فرا استازې بلقیس روشن په لویه جرګه کې د طالب زندانیانو د ازادېدو خلاف غږ او لیکلی شعار پورته کړ چې وروسته د یوې مېرمنې له‌خوا له جرګې وایستل شوه.

لږ وروسته د همدې وکیلې لسګونه ملاتړي سړکونه ته راووتل او غوښتنه‌یې کوله چې د طالبانو زندانیان باید ازاد نه‌شي.

XS
SM
MD
LG