یو شمېر ولسي وګړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځیني وايي چې د طالبانو ازادېدل به د سولې دروازه پرانیزي، خو یو شمېر نور بیا وايي چې د دوی ازادېدل له سولې سره هېڅ مرسته نهشي کولای.
دا وېشلي نظرونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه نن په کابل کې د مشورتې لویې دوهمه ورځ ده.
ځیني يې خوشې کول غواړي، خو ځیني نور يې غواړي چې له قانون سره سم باید مجازات شي؟
هغه افغانان چې له خوشې کېدو سرهيې موافق دي وايي، باید دغه طالبان د اوربند او جګړې ته د نهستنېدو په شرط ازاد شي.
دوی زیاتوي: "عصمت خالد یم، که د ۴۰۰ طالب په خوشې کېدو سم دستي وروسته بینالافغاني خبرې پیلېږي، خوشې دې شي، موږ یې هرکلی کوو، باید د اوربند په شرط ازاد شي."
"اکبر خان یم د کندز اوسېدونکی، که چېرې ۴۰۰ طالبان خوشې کېږي، باید نړیوال ضمانت ورنه واخیستل شي، نومونه او جرمونهیې افشا شي، له خوشې کېدو وروسته باید له څار لاندې وي چې بیا جګړو ته ستانه نهشي."
خو ځیني نور بیا وايي چې له دې وړاندې ۵،۱۰۰ نور طالبان خوشې شول، خو په جګړه کې هېڅ کمی رانهغی، نو د دغو خوشې کېدل هم هېڅ ګټه نهلري.
دوی زیاتوي: "احسانالله یم د پکتیا اوسېدونکی، ۵،۱۰۰ طالبان ازاد شول، خو هېڅ په جګړه کې کمی رانهغی، باید ۴۰۰ طالبان خوشې نهشي، ځکه جګړه نوره هم ورسره تودېږي."
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د لویې مشورتي جرګې په پرانیستونکې وینا کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو واک او صلاحیت دغې جرګې ته ورکړ.
د سولې مشورتي لویه جرګه په کابل کې روانه ده چې له ۳۴ ولایتونو شااوخوا ۳،۲۰۰ استازي پهکې ګډون لري او مشري یې هم د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.
ښاغلي عبدالله تېره ورځ وویل چې د جرګې غړو ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو پرېکړه سخته ده، خو ډاډه ده چې دوی به داسې پرېکړه وکړي چې هېواد ته په خیر به وي.