د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان: لویه جرګه افغانستان ته سوله نه شي راوستلای


د مشورتي لویې جرګې تصویر
د مشورتي لویې جرګې تصویر

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه مشره وايي، مشورتي لویه جرګه افغانستان ته واقعي سوله هغه وخت راوستلی شي، چې لومړی عدالت تامین شي.

د وسله والو طالبانو د شا و خوا ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پر «احتمال» د بشري حقونو ځینو سازمانونو اندېښنه ښوولې ده.

حکومت ویلي دغه بندیان درنې جرمي دوسیې لري، چې پر خوشې کېدو به یې د مشورتي لویې جرګې رابلل شوي برخوال پرېکړه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه د جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل، طالبانو ورته ویلي چې د پاتې ۴۰۰ بندیانو له خوشې کېدو سره به په درېیو ورځو کې د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.

خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیاله وايي فکر نه کوي دغه جرګه به وکړای شي د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره افغانستان ته سوله راوستلی شي.

مېرمن پاتریشیا ګاسمن پرون ازادۍ راډیو ته وویل، په کار ده تر سولې مخکې عدالت تامین شي.

پاتریشیا ګاسمن
پاتریشیا ګاسمن

ګاسمن زیاته کړه: "هغسې چې په دوحه کې شوې موافقه نه ده توانېدلې سوله راولي، لویه جرګه هم افغانستان ته سوله نه شي راوستلای، په افغانستان کې جګړه د سرغړونو له کبله توده شوې ده، خلکو په دې جګړه کې خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي، ځمکې یې غصب شوي، دوی- هم د طالبانو او هم د حکومت له ملاتړه د برخمنو ملېشو له ناوړه استفادې کړېدلي دي، د ښاغلي اتمر په څېر سیاستوالو اوس د قدرت لپاره د ملاتړ جلبولو په هدف د بشري حقونو لپاره خپل غږ پورته کړی، خو کله چې دوی په قدرت کې وو، د بشري حقونو لپاره څه کړي دي؟ کله چې ښاغلی سیاف په جرګه کې مهم ځای ولري، موږ به څنګه له دې لویې جرګې بشري حقونو ته د درناوي تمه وکړو؟ د بشري حقونو درناوی چې سولې ته لاره اواروي ثابت تعهد، عدالت او حساب کتاب ته اړتیا لري."

د افغانستان حکومت تمه لري چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۰۰۰ ته ورسېږي او له دې سره به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه، د شوې موافقې له مخې حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او طالبانو د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.

خو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو موضوع وروسته له هغې لانجمنه شوه، چې حکومت وویل دغه بندیان جرمي او حق العبدي دوسیې لري. دې موضوع د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو مخه هم نیولې ده.

د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما سمر پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د جګړې له قربانیانو سره د سلا مشورې غوښتنه وکړه.

سیما سمر
سیما سمر

سمر وویل: "ځینې دغه کسان چې په قتل او نورو مواردو تورن دي، دا یوه حق العبدي موضوع ده، بل شخص حق العبدي یا د قربانیانو حقونه نه شي بخښلای، هیله من یو په دې برخه کې یوه حللار پیدا شي او خپله له قربانیانو سره سلا مشوره وشي."

په مشورتي لویه جرګه کې چې د ۷۲۰ مېرمنو په ګډون ۳۲۰۰ کسان په کې برخه لري او مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو او د سولې پر موضوع بحثونه سبا یکشنبه هم دوام کوي.

طالبانو په پیل کې د دې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو مخالفت کړی و، خو د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "څلورسوه طالب بندیان باید د مستقیمو خبرو د ژر پیل لپاره د دې جرګې له جوړېدو پرته خوشې شوي وای."

ولسمشر غني ویلي چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو درناوی به کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مشورتي لویه جرګه د سولې لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.

ځینو نورو سازمانونو او هېوادونو هم د دې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې وکړای شي افغانستان ته د سولې راوستلو امکان برابر کړي.

XS
SM
MD
LG