د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د مشورتي جرګې د ښځینه غړو خبرداری


د مشورتي جرګې ښځینه غړیو یو انځور
د مشورتي جرګې ښځینه غړیو یو انځور

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر ښځینه ګډونوالې وایي که‌یې نظریات وانه‌ورېدل شي جرګه به تحریم کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګه کې ځينې ګډوالې ښځې ټینګار کوي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د سرنوشت په اړه به خپل نظریات شریک کړي، خو غوښتنه‌يې دا ده چې باید غږ يې واورېدل شي.

له دې ډلې صبرینا حمیدي ازادي راډيو ته وویل: "که نظریات مو وانه‌ورېدل شي، موږ مېرمنو ژمنه کړې چې اکثریت مېرمنې به جرګه تحریموي او له جرګې به وځي، زموږ بحث په همدې دی چې که ګډون مو د کمیت په لحاظ کم هم دی باید داسې نظریات ورکړو چې هم مو تاریخ ته او هم مو ولس ته مسؤلیت ته رفع کړی وي او هم د یو روښانه مستقبل لپاره لاره هواره کړې وي."

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

همداراز له ننګرهار ولایته دغې جرګې ته راغلي وایي د ښځو ونډه مهمه ده ځکه په خبره‌يې د جګړې تر ټولو زیاته قرباني ښځې ورکوي.

هغوی زیاتوي: "د ښځو ګډون په هره برخه کې مهم دی د سولې په پروسه کې خو لا زیات، ځکه چې په جګړه کې لومړۍ قرباني مېرمن ده ځکه چې اولاد هم، خاوند هم، پلار او ورور ان خپلوان هم د مېرمنو وژل کېږي، نو له دې امله زیاتې زیانمنېږي، نو د دې لپاره د ښځو ګډون زیات مهم دی."

عناد بي بي چې له خوست ولایته دغه جرګې ته رابلل شوې وایي افغان ښځې له جګړو ستړې دي، خو په دې جرګه کې به د جګړې د دواړو لورو ترمنځ د حق په اړه خبرې وکړي.

هغې زیاته کړه: "موږ افغان ښځې ډېر متضررې یو، ډېر دردونه او رنځونه مو تېر کړي دي، غواړو چې د طالبانو او دولت ترمنځ هغه خبره وکړو کومه چې حق وي."

دا مېرمنې په داسې حال کې د نظریاتو پر اورېدو او پلي کولو یې ټينګار کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن د ولسي جرګې او د سولې مشورتي جرګې غړې بلقیس روشن د اعتراض پر مهال له جرګې وایستله.

اغلې روشن د ولسمشر د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او ویې‌ویل چې باید طالبانو ته باج ورنه‌کړل شي.

اغلې روشن د طالب بندیانو خوشې کول ملي خیانت وباله.

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې غړو ته د وینا پر مهال
ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې غړو ته د وینا پر مهال

د ولسمشر غني او بلقیس روشن تر لنډو خبرو وروسته د خواله رسنیو د تصویرونو له مخې ښکاري بلقیس روشن د یوې بلې ښځې له‌خوا په داسې حال کې چې شعار یې په لاس کې و او مخته روانه وه په ځمکه ووهل شوه.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په خبره په دغه جرګه کې ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۷۲۰یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG