د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

غني: د ۴۰۰ طالب بندیان له خوشې کېدو سره سم بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي


ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پرمهال
ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پرمهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ۴۰۰ نورو طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره سم به بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله‌والو طالبانو ژمنه کړې چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته به له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۷» د سولې مشورتي لویې جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې په بین الافغاني خبرو کې به لومړی په تلپاتې اوربند بحثونه وشي.

نوموړي دغه‌شان وویل، که د وسله‌والو طالبانو ۴۰۰ نور بندیان د لېست مطابق خوشې نه‌شي، نو د دغه ډلې له لوري به جګړه لا پسې سخته شي.

ښاغلي غني وویل د دغه بندیانو د برخلیک معلومول اسانه پرېکړه نه‌ده، خو اوس باید دا پرېکړه د دې جرګې ګډونوال وکړي.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو ژمنه دا ده چې د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کېدو درې ورځې وروسته له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیلوي چې د مذاکراتو د پیل موضوع به په تلپاتې اوربند موافقې ته رسېدل وي، دغه‌شان دې ډلې ګواښ کړی چې که دغه بندیان خوشې نه‌شي، نو طالبان به نه‌یوازې جګړې ته دوام ورکوي، بلکې جګړه به لا پسې سختوي، نو دغه دوه لارې دي."

دی وايي افغان حکومت ۵،۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړل، خو د اساسي قانون په اساس د نورو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول چې درانه جرمونه لري د ده واک نه‌دی.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان د قتل، قاچاق، انسان تښتونې او د فساد په شان په درنو جرمونو محکوم شوي دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د سولې د مشورتي لويې جرګې د ریاست دنده هم پر غاړه لري وايي، په اوسنیو سختو حالاتو د دې جرګې د کډونوالو مشوري د افغانستان برخلیک ټاکلی شي.

عبدالله وویل: "ستاسې پرېکړې د افغانستان د خلکو لپاره د مرګ او ژوند پرېکړه ده، ستاسې مشوره د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري، زه باور لرم چې ډله‌ییزه پرېکړه به د افغانستان د باعزته او تلپاتې سولې لپاره یو لارښود واوسي."

افغان حکومت دا جرګه د تېر کال د سولې د مشورتي لويې جرګې دوام بولي او وايي چې د تېر کال د جرګې ۹۰ سلنه مشورې عملي شوې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې له دایرېدو د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ.

د سولې د مشورتي جرګې انځور
د سولې د مشورتي جرګې انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به‌یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې وروستی خنډ لیرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین‌الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنی ده.

له بله خوا پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د جرګې غړو ته په خپله وینا کې وویل چې د دوی مشورې باید د سولې په وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.

سیاف زیاته کړه: "همت او شهامت په دې کې دی چې وینه تویېدل څنګه ودرول شي، زما هیله د دې جرګې له غړو دا ده چې باید هڅه وکړي داسې مشورې ورکړي چې سولې ته زمینه برابره کړي او د سولې په وړاندې شته خنډونه له‌منځه یوسي."

د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمېسیون مشر محمد معصوم ستانکزي وویل چې په دې جرګه کې ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۷۲۰ يې مېرمنې دي.

نوموړي وویل چې دا جرګه به درې ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG