د سولې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو مسئولان وايي، د جرګې د هغو غړیو پر ځای نوي کسان بلل شوي، کوم چې د تېرې جرګې غړي وو، خو اوس یې د بېلابېلو دلایلو لهکبله ګډون نه دی کړی.
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو مسئولان وايي، د جرګې د هغو غړیو پر ځای نويو کسانو ته بلنه ورکړل شوې، کوم چې یا مړه شوي او یا هم د بېلابېلو دلایلو له کبله نه دي ورغلي.
د دې جرګې یو ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، هر بنسټ او ټولنې د خپل غیر حاضر غړي پر ځای نوی شخص دوی ته ور معرفي کړی دی.
هغه زیاته کړه: "د بېلګې په ډول، د کسبګرو ټولنې یا هم سوداګرو ټولنې کوم غړی وفات شوی یا هم غیر حاضر دی، دوی خپل بل شخص د ګډون لپاره معرفي کړی دی، نور ټول غړي پخواني غړي دي او هماغې سیسټم پر اساس راغلي دي. "
خو ښاغلی جاويد دا نه وايي چې په څومره شمېر نوي کسان دغه جرګې ته بلل شوي دي.
تېر لمریز کال په غويي میاشت کې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره هرې ټولنې او بنسټ، خپلمنځي ټاکنې وکړې او بیا یې خپل استازي د مشورتي جرګې دارالانشا ته وپېژندل.
د جرګې یو شمېر غړي دولتي کسان او همدا ډول یو شمېر یې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو غړي دي چې بې له کومې مشورې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د جرګې یو شمېر غړي هم وايي، په ډېر لږ شمېر نویو کسانو ته په دې جرګه کې ځای ورکړل شوی دی.
رڼا حیات له دوی یوه ده.
دا وايي، هڅه به وکړي د خپلو خلکو اصلي دریځ څرګند کړي.
هغه زیاتوي: "زه یوازې نه، بلکې ټول هغه کسان چې دلته راغلي دي، د زرګونو ځوانانو او خلکو استازیتوب کوي، زه دا نه شم ویلای چې ټول خلک به راټول کړای شو، خو هر یو دلته له یوه ځانګړي بنسټ استازیتوب کوي او د هغوی نظر بیانوي."
خو د جرګې له ډېرو استازیو سره د ازادي راډیو د خبریال له مرکو او تر خوا یې د جرګې د جوړېدو د مسئولانو له نظریاتو ښکاري چې د جرګې اکثریت یې د پخوانۍ لویې مشورتي جرګې غړي دي.
خالد سنګر له همدې کسانو دي او د دې کار یو دلیل د وخت کمی او د موضوع حساسیت بولي.
سنګر زیاتوي: "پخوانی میکانېزم و، هغه کوم غړي چې پخوا انتخاب شوي وو، ځکه وخت ډېر کم و او جرګه باید را جوړه شوې وای او باید د بندیانو په اړه یې مشوره ورکړې وه، دا چې کرونا هم وه او وخت هم کم و، له همدې کبله پخواني غړي را بلل شوي دي."
د سولې په اړه دا مشورتي لویه جرګه به د شنبې او یکشنبې تر ورځو دوام وکړي.
د دې جرګې ګډون کوونکي به ولسمشر ته مشوره ورکړي، څو هغه ۴۰۰ طالب بندیان چې لویې جنګي او جنايي قضیې لري، له بنده ازاد او که قانون پرې تطبیق کړي.
د جرګې یوه بله موخه د راتلوونکو بین الافغاني مذاکراتو لپاره د جرګې د ګډون کوونکو د دریځ روښانتیا هم بلل شوې ده.