د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

هشت صبح: د سولې مشورتي جرګې پرېکړې له وړاندې معلومې دي


د سولي مشورتي جرګه
د سولي مشورتي جرګه

کابل چاپ ورځپاڼو په ننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې له وړاندې معلومې دي.

وړاندي راغلي، حکومت پلان لري چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي خو غواړي چې دغه پرېکړه یې مشورتي لویه جرګه تایید کړي.

سرمقاله لیکوال دا جرګه نمايشي بللې او لیکلي يې دي چې دا جرګه یوازې د دې لپاره جوړه شوې چې د حکومت په پرېکړو د تایید مهر ولګول شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې له جرګې پراخه ملاتړ شوی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې د جرګې له پرېکړو خپل ملاتړ اعلان کړی او په کور دننه هم د بېلابېلو له لوریو د جرګې د ملاتړ غږونه پورته شوي دي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکلي دي چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ بندیان چې د جرګې غړي به يې د سرنوشت په اړه سلا مشورې کوي هغه څوک دي چې په خطرناکو حملو کې لاس لري.

د سرمقالې لیکوال د کابل د زنبق څلور لارې حملې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې په یادو زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې په ورته حملو کې يې لاس درلود.

سرمقاله لیکونکي لیکلي دغه ډول خطرناک مجرمین باید ونه بخښل شي.

که څه هم افغان حکومت ویلي چې په یادو زندانیانو کې بهرني وګړي نشته خو د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې په دې بندیانو کې یو شمېر يې بهرن جګړه مار هم شته چې په وینا يې د افغانانو په وژنه کې ونډه درلوده.

ورځپاڼې لیکلي، دلته مهمه مسئله دا ده چې جرم، جرم دى كه هر وخت د هر چا له خوا شوى وي يا كېږي، نو يوه ورځ به يې هرو مرو په اړه قضاوت كېږي، كه څه هم دا قضاوت لرې يا نږدې هم وي!

د سرمقالې لیکوال لیکلي دي چې د افغانانو د قاتلانو د بخښلو صلاحيت په قضا او قانون پورې اړه لري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د لویې جرګې جوړېدو ته اشاره کړې او سرمقاله يې په دې پوښتنه پیل کړې چې ولسمشر د دغې جرګې په جوړېدو سره څه اجنډا مخ ته وړي؟

وړاندې راغلي، ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې په جوړولو سره د حکومت د دوام په لټه کې دی او غواړي په دې برخه کې جرګه ورته د تایید رایه ورکړي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر غني د سولې له مشورتي لویې جرګې ابزارې ګټه اخلي چې دا به د ملت لپاره د زغملو نه وي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې د سولې لپاره خنډ جوړول افغانانو ته د زغم وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG