د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

عبدالله: د مشورتي لویې جرګې ډېری کمېټې د طالب بندیانو مشروط خوشې کول غواړي


د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال
د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس عبدالله عبدالله وايي، د کمېټو غړو د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ازادۍ سره مشروطه هوکړه کړې.

ښاغلی عبدالله زیاتوي چې د جرګې د کمېټو کار بشپړ شوی او اوس‌یې د نظریاتو په توحید کار روان دی.

ښاغلي عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۸» رسنیو ته وویل، د جرګې د غړو عمومي نظر تل‌پاتې سوله ده او د بندیانو د ازادۍ په اړه وروستۍ پرېکړه به سبا وشي.

د سولې مشورتي جرګې د رئیس له قوله، د جرګې غړو د بندیانو د ازادۍ په اړه اندېښنې او تر خوا یې د تضمین اخیستو په برخه کې ځیني مسایل مطرح کړي چې په‌کې د ملي او نړیوال تضمین سربېره، د اوربند غوښتنه ده.

د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله
د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "د نظریاتو جمع‌بندي همدا ده چې غواړي بندیان ازاد شي، خو ځیني مشروط او ځیني هم په بېلابېلو شرایطو سره. هغه مهال چې د کمېټو پرېکړه او نظریات د لویې جرګې د منلو وي، طبعاً هغه پرېکړه به عملي کېږي."

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه، که چېرې دا طالب زندانیان ازاد شي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې بل هېڅ خنډ نه‌شته.

د مشورتي لویې جرګې رئیس د بین‌الافغاني خبرو پیل، د زندانیانو له ازادۍ وروسته په درېیو ورځو پورې محدود کړی چې په قطر کې به پیل شي.

ښاغلی عبدالله وايي: "دا معلومه مسئله ده چې درې ورځې وخت غواړي، وروسته له دې چې بندیان خوشې شي، بین‌الافغاني مذاکرات به پیل شي. د خبرو د پیل لپاره بل خنډ نه‌شته."

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس هغه اوازې هم رد کړې چې ګنې د دې ۴۰۰ زندانیانو له ډلې یې یو شمېر کسان خوشې شوي دي.

عبدالله عبدالله وویل، د جرګې پرېکړه به وروستۍ وي او بل هېڅ یوې مرجع ته د منلو او یا هم رد لپاره وړاندې نه‌شي.

د ملي مصالې عالي شورا دفتر وايي د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کاري کمېټو رئیسانو د خپلو راپورونو د وړاندې کولو پر مهال همدارنګه د طالبانو په زندانونو کې د بندې پاتې افغان امنیتي سرتېرو پر ازادولو باندې هم ټينګار کړی دی.

د سولې مشورتي لویې جرګې یوه کمېټه
د سولې مشورتي لویې جرګې یوه کمېټه

د سولې خبرو کې دې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او جمهوریت، اساسي قانون، د ښځو له حقوقو، د بیان ازادۍ څخه کلکه دفاع هم د جرګې نورې غوښتنې دي چې نن‌يې کړي دي.

مشورتي لویه جرګه پرون پیل شوه او تمه چې سبا خپله وروستۍ پرېکړه حکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG