د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

ستانکزی: د قاچاقبر طالب بندیانو خوشې کول د ولسمشر تر صلاحیت لوړ کار دی


ارشیف
ارشیف

د سولې د مشورتي لويي جرګې د جوړولو کمېسیون وايي چې په پنځو کټګوریو طالب بندیانو کې چې لویه جرګه به یې د خوشې کولو په اړه پرېکړه کوي، د نشه يي موادو قاچاق کونکي هم شامل دي.

د افغان دولت په بندیخانو کې د ټولو بندیانو نیمايي برخه یې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي دي، د حکومت په خبره په دې کسانو کې هغه طالبان هم شامل دی چې د نشه يي موادو په تور نیول شوي دي.

د سولې مشورتي جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، د څلور سوه طالب بندیانو خوشي کول د ولسمشر له صلاحیت څخه لوړ کار دی او په پام کې ده چې لویه جرګه یې په اړه پرېکړه وکړي، چې په دې بندیانو کې داسې طالبان هم شته چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

د دې جرګې د جوړولو کمېسیون مشر معصوم ستانکزی وايي: "په دې بندیانو کې پنځه کټګورۍ کسان شامل دي، چې د هغوی په اړه پرېکړه د ولسمشر له صلاحیتونو څخه بهر ده. د دې بندیانو درېیمه کټګوري هغه کسان دي چې د نشه يي موادو په قاچاقو تورن دي. په دې برخه کې د ولسمشر صلاحیت محدود دی، په دې مانا چې ولسمشر یوازې کولای شي چې د داسې چا درې پر څلور برخه بند معاف کړي چې په دې جرم محکوم شوی وي. "

د ملګرو ملتونو سازمان د کلني راپور او د افغان دولت او د امریکا متحده ایالتونو موندنې ښيي چې د افغانستان ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی جنګیالي د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس نه لري او حکومت غواړي چې د بندیانو په تورنولو سره د سولې خبرې وځنډوي.

هغه زیاته کړه: " دا ادعا حقیقت نه لري چې د پنځو زرو بندیانو څخه دي څوک د نشه يي موادو په قاچاقو کې لاس ولري، دوی له دې تورونو څخه د سولې د پروسې په ځنډولو کې کار اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د څارنې هیئت په خپل وروستي راپور کې امنیت شورا ته ویلي چې طالبان د دې ترڅنګ چې د تاریاکو له کښت، تولید او قاچاقو څخه عواید تر لاسه کوي، په فراه ولایت کې یې د کیمیاوي نشه يي موادو د تولید کارخانې هم په خپل واک کې اخیستې دي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي کارپوه خالد پښتون د طالبانو د پنځو زرو بندیانو په لیست کې د نشه يي موادو په قاچاقو د تورنو کسانو شاملیدل د پوښتنې وړ بولي او وايي چې د دوی پرېښودل به جګړه نوره هم اوږده کړي.

هغه وویل: "دلته پوښتنه دا ده چې طالبان ولې هڅه کوي چې قاچاق کوونکي خوشي شي؟ په دې سره دا خبره روښانه کېږي چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي له طالبانو سره مالي مرستې کوي او طالبان یې په بدل کې له بندیخانې څخه خوشي کوي. دا واضح خبره ده چې د طالبانو او نشه يي موادو قاچاق کوونکو تر منځ ټینګې اړېکې دي. افغان حکومت باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي او نړیواله ټولنه هم باید دا موضوع جدي وګڼي، ځکه که غواړئ چې جګړه ختمه شي، نو باید د جګړې سهولتونه لري شي، چې یو یې هم د نشه يي موادو قاچاق دی. "

تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د بشیر نورزي پر خوشي کولو ټینګار کړی و چې د دې ډلې یو مهم غړی دی او په امریکا کې بندي دی. نورزی د نشه يي موادو په قاچاقو او د طالبانو په مالي ملاتړ تورن دی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG