د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ډاکټران: په کورونو کې نشه د ماشومانو ترمنځ د روغتیایي او رواني ستونزو لامل ګرځي


ارشیف
ارشیف

ډاکټران وايي د کرونا د ویرس له امله د قرنطین مودی اوږدېدلو معتادین مجبور کړي چې په خپلو کورونو کې نشه وکړي او په کورني چاپیریال کې نشه کول په عادی چاره بدل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د قرنطین له اعلان سره سم په ډېری ښارونو کې لسګونه بې کوره معتادین را ټول او د معتادینو له کورنیو څخه یې وغوښتل چې معتاد غړي دي په خپلو کورونو کې قرنطین او د ژوند سهولتونه دي ورته چمتو کړي.

خو ډاکټران له نږدې دوو میاشتو قرنطین وروسته په کورونو کې د نشه يي موادو او دخانیاتو د استعمال د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

ډاکټر ولید حسین خیل وايي، کله چې یو معتاد د کورنۍ د روغو غړو پر وړاندې نشه کوي، دا کار د روغتیايي ستونزو ترڅنګ د ماشومانو پر روان باندې هم ناوړه اغېزې کوي.

هغه زیاتوي: "څوک چې سګرېټ څکوي، هغوی یې مستقیم دود تنفس کوي او څوک چې بیا د هغه په خوا کې اوسېږي، هغوی د دې نشه يي موادو غیر مستقیم استعمالوونکي دي. نشه يي مواد دوی دواړو ته یو برابر روغتیايي ستونزې پیدا کوي. ماشومان ډېری وخت زموږ په خبرو نه، بلکې په عمل پسې ځي، کله چې والدین د قرنطین پر مهال د ماشومانو پر وړاندې نشه کوي، ماشومان یې هم ترې زده کوي او دود یې د معتادینو په اندازه د کورنیو پر روغو غړو باندې ناوړه اغېزې کوي."

د افغان دولت او ملګرو ملتونو د څېړنو پر اساس، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د معتادینو شمېر څه دپاسه دوه لکه او د هغو کسانو شمېر نژدی درې میلیونه و چې په غیر مستقیم ډول یې نشه کوله.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قرنطین پر مهال لسګونه معتادین د درملنې په مرکزونو کې بستري دي، خو ډېر شمېر یې بیا د کرونا ویرس څخه د ساتنې لپاره په خپلو کورونو کې اوسېږي او هلته نشې کوي.

سمینه یادګاري چې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې رواني کار کوونکې ده، وايي چې په کورونو کې د نشه يي موادو استعمال روغتیايي ستونزې را پیدا کوي او د دې کار دوام د کورني تاوتریخوالي او په ماشومانو کې د اضطراب لامل ګرزي.

هغه زیاتوي: "کله چې ماشوم خپل پلار ګوري چې د ده پر وړاندې نشه کوي، نو په کور کې د نشه يي موادو استعمال یوه عادي مسئله ګڼي. څوک چې په کورونو کې نشې کوي، د دې کسانو مغزونو ته د نیکوتینو په نوم یو ډول مواد دننه کېږي، چې له دې سره دا کسان بې حوصلې او بې خوبه کېږي، کله چې معتادین لږ نشه يي مواد وکاروي، په هغه صورت کې د ده په وجود کې اضطراب راځي او د کورنۍ له غړو سره جګړه کوي، چې دا بیا په ماشومانو کې د جدي اضطراب لامل ګرزي."

نشه يي مواد د انسان د روان په ګډون د ده ټول بدن ته زیان رسوي، له همدې امله ډاکټران هڅه کوي چې د درملنې په مرکزونو کې د معتادینو هر اړخیزه درملنه وکړي او یو پوره روغ انسان ټولنې ته وړاندې کړي.

--------------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG