د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۱

د زهرو کاروان

له بدخشان څخه کندز ته د هیرویینو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف

له بدخشان څخه کندز ولايت ته د هیرويينو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندان وياند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل د بدخشان پولیسو د سرطان د میاشتې پر ۲۵ نېټه په يوه موټر کې لس کيلوګرامه هیرويين ونيول.

دا نشه يي مواد چې د بدخشان په يوه ولسوالۍ کې په موټر کې پټ ايښودل شوي، په پام کې وه چې کندز ولايت ته قاچاق شي.

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې تر ۹۰ کیلوګرامو ډ‌ېر چرس او نشه‌يي ګولۍ ونيول شوې

ارشیف، د افغانستان کندز ولایت کې نیول شوي نشه‌یي مواد

په ننګرهار ولايت کې تر ۹۰ کیلوګرامو ډ‌ېر چرس او نشه‌يي ګولۍ نیول شوي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۸۸ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې پولیسو د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحيې پر يوه بل کور هم عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې د ټابلېټ کا په نوم ۱،۲۳۰ نشه‌يي ګولۍ ونيول شوې.

د دې دوو قضیو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.

نيمروز کې درې ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول

ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې د نشه‌یي موادو سوځول

په نيمروز ولايت کې درې ټنه نشه‌يي مواد سوځول شوي دي.

په دې نشه‌يي موادو کې ۱۶۴ کيلوګرامه هيروئين، ۷۰۴ کيلو ګرامه ترياک، ۵۳ کيلو ګرامه چرس او ۱۳۰ کيلو ګرامه وچ کیمياوي مواد شامل دي.

دا نشه‌يي مواد د تېر شمسي کال د وروستيو میاشتو څخه نيولې بيا د روان کال د اسد تر مياشتې پورې نيول شوي وو.

د نيمروز ولايت امنيه قوماندان وحيدالله نظامي ازادي راډيو ته وويل چې د دې قضيو په تړاو ۲۳ نفره نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له‌خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.

افغانستان کې د نشه‌يي موادو ۷۶ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

ارشیف

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه‌يي موادو ۷۶ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل چې دوی د روان کال د سرطان په مياشت کې د نشه‌يي موادو ۵۱ قضيې څېړلي او د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي يې له يوه څخه نيولې بیا تر ۳۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د روان کال د سرطان په مياشت کې کابل د ۱۷ او ننګرهار د ۱۰ قضیو په درلودلو سره د هغو ولايتونو د لېست په سر کې راځي چې د نشه‌يي موادو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د تخار پولیس: د ښيښې جوړولو یوه کارخونه ويجاړه شوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د تخار ولایت پولیسو د ښيښې جوړولو يوه کارخونه ويجاړه کړه.

د تخار سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې د دوی پولیسو د کېمياوي موادو جوړولو پر يوه کارخونه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د ښیښې جوړولو د کارخونې پر ويجاړېدو سربېره ۴۲ لېټره تېزاب، نژدې درې کيلوګرامه ښیښه او د نوشادرو په نوم ۱۴۶ کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول.

د دې کارخونې د جوړولو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

پروان چارواکي: کابل ته د چرسو د قاچاقو مخه ونیول شوه

ارشیف، چرس

د پروان ولایت پولیسو کابل ولايت ته د چرسو د قاچاقو مخه ونيوله.

يو تن چې ۱۵ کيلوګرامه چرس يې په يوه موټر کې پټ ایښي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې قاچاق کړي، په چاريکار ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په چاريکار ښار کې يو بل تن هم نيول شوی چې پر معتادينو يې هيرويين پلورل.

د ننګرهار پولیس: یوه کور کې ۴۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولايت په يوه کور کې نژدې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول.

د ننګرهار له نشه يي موادو د مبارزې ځانګړو پولیسو پر يوه کور د عملیاتو په نتیجه کې ۱۹۰کيلوګرامه تارياک،۹۰ کيلوګرامه چرس، ۵۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه، ۲۲ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد او ۸ لېټره تېزاب د پولیسو لاس ته ورغلل.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د توليد او ساتلو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

بغلان کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

په بغلان ولايت کې تر دوه زره کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

په دې نشه يي موادو کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک شامل وو. دا هغه نشه يي مواد وو چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۲۴عملياتو کې په بغلان ولایت کې نيول شوي وو.

د بغلان امنیه قوماندان جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل چې د دې عملیاتو په بهير کې ۲۰۶ تنه نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.

زابل کې ۲۴ کیلوګرامه قاچاق کېدونکي نشه‌یي مواد ونیول شول

ارشیف، د افغانستان کندز ولایت کې نیول شوي نشه‌يي مواد

په زابل ولایت کې تر ۲۰ کيلوګرامو ډېر نشه‌يي مواد د قاچاقو پر مهال ونيول شول.

د زابل له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کلات ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۲۱ کيلوګرامه ښیښه، دوه کيلوګرامه هيروئين او يو کيلو نااشنا نشه‌يي مواد نيولي دي.

د زابل امنیه قوماندان ويس صميمي ازادي راډيو ته وويل چې دا نشه‌يي مواد په هرات کې په يوه بس موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې کابل ته قاچاق کړل شي.

کندهار او هرات کې ۴ قاچاق کوونکي له نشه‌یي موادو سره ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو نیول شوي قاچاق کوونکي

په کندهار او هرات ولایتونو کې څلور قاچاق کوونکي له څه د پاسه ۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي موادو سره ونيول شول.

د کندهار ولایت پولیسو درې کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل‌یې پنځه کیلوګرامه ښیښه او څلور کیلوګرامه هیروئین په بس موټر کې له فراه څخه کندهار او بیا له هغه ځايه کابل ولایت ته قاچاق کړي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، یو سړی هغه مهال له پنځو کیلو او ۸۵۰ ګرامه چرسو سره یوځای ونیول شو چې دا مواد یې د هرات ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې پلورل.

له کابل ښار لسګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته یووړل شول

ارشیف، کابل کې د معتادینو ټولول او د درملنې مرکزونو ته لېږدول

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د جوزا میاشتې پر ۲۲مه نېټه د کابل ښار له لومړۍ، دوهمې، اوومې، اتمې او ۱۲مې ناحیو څخه ۱۵۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته يووړل.

د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون ساحوي امر جمال عبدالناصر ناصري ازادي راډیو ته وویل، دا معتادین به د درملنې په مرکز کې د ۴۵ ورځو لپاره بستري وي.

کابل ته د هیروئینو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، په یوه موټر کې نیول شوي نشه‌یي مواد

کابل ته تر ۲۷ کيلوګرامو ډېرو هیروئینو د قاچاق مخه ونیول شوه.

۲۷ کیلو او ۷۰۰ ګرامه هیروئین هغه مهال د خیرخانې په کوتل کې ونیول شول چې په خټکو بار موټر کې له کندز ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.

له نشه‌یي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

هرات کې د شرابو یوه کارخونه ويجاړه شوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولايت کې د شرابو يوه کارخونه ويجاړه شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو او هرات قوماندانۍ په ګډه د شرابو جوړولو پر يوه کارخونه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې اته زره لېټره شراب او د شرابو جوړولو وسايل د پولیسو لاسته ورغلل چې وروسته د شرابو جوړولو کارخونه ويجاړه شوه.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل چې د دې کارخونې او شرابو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

چارواکي: ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ قاچاق کوونکوي او پلورونکي نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان په څو ولايتونو کې د نشه يي موادو څو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول شول.

لومړي عملیات له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو په ۱۴ ولايتونو کې وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۰ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول.

د يادونې وړ ده چې له دوی سره تر شلو کيلوګرامو ډېر بېلابېل نشه يي مواد هم نيول شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل چې دوهم عمليات د کابل ښار په څلورمه او اتمه ناحيه کې د درېيو کورونو تلاشي وه چې په نتيجه کې يې ۱۴۲۳ نشه يي ګولۍ، ۷۳ بوتله شراب او يو ميل وسله هم نيول شوې ده.

ننګرهار کې ۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاق پر مهال ونيول شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ننګرهار ولايت کې شپږ تنه د ۷۲ کيلوګرامو نشه يي موادو د قاچاقو پرمهال ونيول شول.

په لومړيو عملیاتو کې يو تن چې غوښتل يې ۱۶ کيلوګرامه چرس د موټر په وسيله قاچاق کړي، د موټر د تلاشۍ پرمهال ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دوی پولیسو دوهم عمليات په سرخ رود ولسوالۍ کې د استوګنې پر یوه کور وکړل چې په نتيجه کې يې ۵۶ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

کابل کې ۱۶۰ معتادين د درملنې مرکزونو ته يووړل شول

یو شمېر معتادین د درملنې مرکزونه ته وړل کیږي

په کابل ښار کې تر سلو ډېر معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

د معتادينو د درملنې ابن سينا روغتيايي مرکز مشر محمد ظاهر سلطاني وايي، د عامې روغتيا وزارت د پولیسو په همکارۍ د کابل له لومړۍ، دوهمې، اتمې او ۱۲مې ناحيې څخه ۱۶۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز ته يووړل.

د يادونې وړ ده چې په مزار شريف کې څلور نور معتادين هم راټول او د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکز کې بستري شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG