د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

په ارزګان کې یوه معتاد خپله ۷ کلنه لور پلورلې


ارشیف
ارشیف

د ارزګان ولايت اوسېدونکې خاتمه وايي چې مېړه يې لور د هیرویینو په بدل کې خرڅه کړې او (۲۵) کلن سړي ته يې په نکاح کړې ده.

دا پنځه دېرش کلنه خاتمه ده چې له خپلو پنځو ماشومانو سره د ترینکوټ ښار په يوه څنډه کې په یو خټین او کنډواله کور کې اوسېږي.

د خاتمې خاوند نقیب الله له ګټې وټې لوېدلی او لس کاله کېږي چې په نشو اخته شوی دی.

خاتمې ازادي راډيوته وویل چې خاوند یې اووه کلنه لور په شپږ لکه پاکستانۍ کالدارو پر داسې سړي خرڅه کړې چې هغه بله ښځه هم لري.

دا وايي دا کار يې ځکه کړی چې په دې پيسو ځان ته نشه يي مواد رانيسي.

هغه زیاتوي: " زما دغه کوچنۍ ماشومه لور يې پر خپل سر مېړه ته ورکړې ده، ایا زما زړه به درد نه کوي چې دی زما ماشومه لور خرڅوي؟ هم يې وهلې ده او هم يې د هغې د خرڅ پيسې خوړلي دي. زما خو لور ده، زړه مې ورباندې خوږېږي. دی چې کور ته راشي ما وهي او ټکوي، دومره څه نه راکوي چې زه يې وخورم، د اولاد روزنه او پالنه مې نشته، دې لور ته مې هيله درلوده چې ژوند به يې سم شي، ايا زما زړه نه غواړي چې په لور ښوونځی ووايم؟ لور مې خبره لا نه وه چې خرڅه کړې يې ده، څو ورځې وروسته يې وويل چې ما دا نجلۍ خرڅه کړې ده، ما او نجلۍ دواړو ژړاوي شروع کړې، دی راولاړ شو هم يې زه او هم يې زما ماشومه لور ووهله، دې ژړل، ويل مور زه يې چا ته ورکړې يمه؟"

خاتمې ازادۍ راډيوته وویل چې خاوند يې اوس د پلورل شوي لور پيسې د نشو په لار کې بايللي او اوس غواړي چې د دې بله پنځه مياشتنۍ لور هم خرڅه کړي، خو دا به هيڅکله د دې کار اجازه ور نه کړي. دا وايي زما لور هم انسانه ده او حق لري چې د انسان په ډول ژوند وکړي.

هغه زیاتوي: " خلک ځي او راځي وايي واده په لاس راکړئ. ده د ولور ټولې پيسې خوړلي دي، اوس دا ماشومه نجلۍ راڅخه بيايي، زه ټوله شپه تر سهاره پورې ناسته يمه ژاړمه او سوچونه وهم، وايم ای خدایه زما ماشومه لور يې څنګه زما له لاسه وويسته؟" ما به يو درس او مکتب په ويلی وای، ایا دا ماشومه نجلۍ د ودلو ده چې دوی يې راڅخه بيايي؟ "

د خاتمې اووه کلنه لور ګل غوټۍ نومېږي، دا وايي نه دا او نه يې مور خبره وه چې پلار يې خرڅه کړې ده.

ګل غوټۍ وايي چې زه غواړم د نورو نجونو په شان ښوونځی ووايم.

هغې زیاته کړه: " زه په دې کار نه يمه خوشحاله، زه اوس خبره شومه، ما په دغه مکتب کې خپل درس وايه."

دا یوازې خاتمه نه ده چې معتاد خاوند يې ژوند تريخ کړی دی، بلکي په دې ولایت کې لسګونه نورې داسې میرمنې شته چې د معتادو مېړونو له لاسه د ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ارزګان ولایت د ښځو چارو رئیسه رڼا سمیع وفا ازادۍ راډيوته وویل چې د معتادو مېړونو له لاسه د ښځو په اړه اندېښنه لري.

وفا زیاتوي: "زه د ښځو په استازيتوب وايم چې کومو خويندو دلته عریضه کړې، د تاوتريخوالي ډېرې قضيې چې موږ ته راغلي او د ښځو چارو رياست ثبت کړي، اصلي سرچينه يې د نشه يي موادو اعتياد دی. هغه سکټورونه چې په دې برخه کې کار کوي، موږ هغوی ته وړانديزونه، طرحې او پلانونه وړاندې کړي دي، له مرکز سره مو هم شريک کړي دي، زموږ ډېر پروګرامونه د عملي کېدو په حال کې دي او نور به انشاالله تر دې وروسته عملي شي. "

ارزګان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې نه يوازې ډېر کوکنار پکې کرل کېږي، بلکې ډېر معتادين هم لري او ورځ په ورځ پسې ډېرېږي، خو د معتادينو د درملنې لپاره مرکز پکې نشته.

---------------------------

راپور: شریف الله شرافت

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG