د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

'د نشه‌يي موادو د وړو خرڅوونکو د ازاد فعالیت له امله معتاد بېرته نشو ته مخه کوي'


ارشیف
ارشیف

ولي جان چې د کندهار ښار په يوه ګوښه ځای کې يې پر سر پټو اچولی او هيروئين څکوي وايي چې درې ځله‌يې د معتادينو د درملنې په مرکز کې درملنه وکړه او نشه‌يې پرېښودله، خو کله چې خپل کلي ته ولاړ، هلته نشه‌يي مواد هم ارزانه وو او اسانه هم پيدا کېدل، له بلې خوا به همزولو هم نشو ته هڅاوه، هغه و چې بېرته په نشو اخته شو.

هغه زیاته کړه: " زموږ په کلي کې نشه‌يي مواد ښکاره خرڅېږي او ټول خلک ورباندې خبر دي، که موږ کوکنار نه‌کرلای، حکومت او ولسي شوراګانو د نشه‌يي موادو د خرڅلاو مخه نيولای، اوس به زموږ ژوند داسې نه‌خرابېدلای."

په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو د ګډې څېړنې له مخې، په افغانستان کې تر درې ميليونو ډېر خلک په مستقيم او غير مستقيم ډول په نشو اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د هغو معتادينو له مخې چې د درملنې مرکزونو ته راځي اټکل کوي چې د معتادينو دا شمېر په تېرو پنځو کلونو کې څو برابره ډېر شوی او دليل‌يې دا دی چې ځوانان نشو ته هڅول کېږي او له بلې خوا د افغانستان په ډېرو سيمو کې نشه‌يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.

د افغانستان په زندانونو کې تر نيمايي ډېر زندانيان د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي او يا خرڅوونکي دي او هغه اکثره‌يې هغه مجرمين دي چې دا جرم‌يې څو څو ځله کړی دی.

د عامې روغتيا وزارت د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رئيس شاهپور يوسف وايي چې د نشه‌يي موادو اسانه پيدا کېدل او نشه‌يي موادو د کاروباريانو ازادانه فعاليت د دې لامل شوی چې يو معتاد تر څو ځله درملنې وروسته بېرته په نشو اخته شي.

د ښاغلي يوسف په وينا، د نشه‌يي موادو پر خرڅوونکو باندې د بشپړ مجازاتو نه‌عملي کېدل د دې سبب شوي چې زموږ د عامه پوهاوي او درملنې پروګرامونه بې‌ګټې او بې‌اغېزې پاته شي.

يوسف زیاتوي: " کله چې موږ د يوه معتاد درملنه کوو، بايد په چاپېريال کې نشه‌يي مواد نه‌وي، ځکه چې په چاپېريال کې د نشه‌يي موادو موجوديت په نشو باندې د بيا اخته کېدو عمده عامل دی. کله چې د معتاد درملنه کېږي، معتادين خپله وايي چې ساقيان د دوی کورونو ته ورځي او د نشه‌يي موادو وړانديز ورته کوي، کله چې يې درې ورځي وړيا نشه‌يي مواد ورکړل، هغوی بيرته په نشو باندې اخته کېږي، دغه ډول وضعيت زموږ لپاره يوه ستونزه ده، تاسې که له هر معتاد سره مرکه وکړئ، زموږ په مرکز کې يې لږ تر لږه څلور پنځه ځله درملنه شوې ده، خو کله چې رخصت شوی، نو په چاپېريال کې يې د نشه‌يي موادو موجوديت د دې سبب شوی چې بېرته په نشو اخته شي."

د عامې روغتيا وزارت او زندانونو چارو د تنظيم ادارې څېړنې ښيي چې د نشه‌يي موادو د خرڅولو شبکې ان دا چې د معتادينو د درملنې مرکزونو او زندانونو ته هم لاره موندلې او په روغتونونو او زندانونو کې پر معتادينو باندې نشه‌يي مواد خرڅوي.

XS
SM
MD
LG