د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ملګري ملتونه: طالبانو په افغانستان کې د هيروئينو او ښيښې کارخانې جوړې کړي


ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې راغلي چې طالبانو په جنوب لوېديځو ولايتونو کې د هيروئينو او ښيښې کارخانې جوړې کړي او له دې لارې سلګونه ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو څارونکې ډلې په خپل راپور کې ويلي چې وسله‌والو طالبانو د (تنظيم) په نوم يوه ځانګړې ډله جوړه کړې او مسؤلیت‌يې ورسپارلی چې نشه‌يي مواد توليد او بيا يې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو تر پولو پورې قاچاق کړي.

په دې راپور دغې ډلې ويلي، طالبان د پخوا په شان خپلې مالي اړتياوې د نشه‌يي موادو له توليد او قاچاقو څخه پوره کوي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو د هيروئينو د جوړولو او قاچاقو ترڅنګ، په دې وروستيو کې په فراه او بادغیس ولايتونو کې د ښيښې يا (methamphetamine) جوړولو کارخانې جوړې کړې دي. طالبان د فراه له دښتو څخه د ومان يا (Ephedra) په نوم نشه‌يي بوټي راټولوي او بيا د ښيښې په جوړولو کې د کیمياوي موادو په توګه کار ځینې اخلي.

د افغانستان د ولسمشر وياند وايي، د افغانستان دولت هيله لري چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوی تړون به د دې سبب شي چې طالبان د نشه‌يي موادو له قاچاق کوونکو او ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

صدیق صدیقي زیاتوي: "له طالبانو څخه د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې هيله دا ده چې په قطر کې له امريکايانو سره د سولې د تړون تر لاسليک وروسته د ټولو ترهګرو او نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او د سولې بهير ته راګډ شي چې د جګړې د ختمدېدو لپاره لاره اواره شي."

دا راپور چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ګوتو ته لوېدلی په‌کې راغلي چې دا مهال د وسله‌والو طالبانو په لاس جوړه شوې ښيښه په ۱۰۰ کې ۶۰ په افغانستان کې استعمالېږي او پاته‌يې د نړيوالو مافيايي ډلو په مرسته ايران، اسټراليا، جنوبي افريقا، منځنۍ اسيا او خليجي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې هيئت څېړنې ښيي چې د طالبانو د (تنظيم) په نوم ډلې مسؤليت دا دی چې د ننګرهار په اتو ولسواليو کې توليد شوي هيروئين د اسيا جنوب شرقي هېوادونو ته قاچاق کړي.

ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار
ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار

د زابل پخوانی والي او سياسي تحليلګر محمد اشرف ناصري وايي چې نشه‌يي مواد د طالبانو د عوايدو لويه مالي سرچينه ده، همدا پيسې دي چې په مرسته‌يې طالبان ورځ په ورځ خپله جګړه نوره هم پسې تودوي.

ښاغلی ناصري وايي: "د نشه‌يي موادو مافيايي ډلې او طالبان په ګډه د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک هڅوي چې کوکنار وکري، ځکه چې د کوکنارو ګټه همدې دوو ډلو ته رسېږي. طالبان د کوکنارو له کښت څخه ډېرې پيسې ترلاسه کوي چې په دې پيسو خپل جنګي لګښتونه پوره کړي، ځکه نو بزګران هڅوي او يا يې په زور دې ته اړ باسي چې کوکنار وکري."

که څه هم د طالبانو وياند ازادي راډيو ته په يوه استول شوي ليکلي پيغام کې د نشه‌يي موادو په کښت، توليد او قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي، خو تر دې مخکې د سيګار او امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت په راپورونو کې هم ويل شوي و چې وسله‌وال طالبان د نشه‌يي موادو د کاروبار له لارې په کال کې تقريباً يو نيم ميليارد امريکايي ډالر ترلاسه کوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG