د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

رحمت‌الله نبیل: د ۴۰۰ بندیانو له ډلې یو شمېر له لویې جرګې مخکې خوشې شوي


ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر طالب بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر طالب بندیان

د افغانستان ملي امنیت پخوانی مشر وايي، د لویې جرګې له جوړېدو وړاندې د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ډلې یو شمېر یې خوشې شوي دي.

رحمت‌الله نبیل ازادي راډیو ته وویل، دې زندانیانو کې بهرنیان هم شامل دي.

خو د افغانستان ملي امنیت شورا دا موضوع ردوي.

ښاغلی نبیل وايي: "زما د اطلاعاتو پر اساس، د دې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې یو شمېر یې خوشې شوې، ځیني یې بهرنیان دي. یو شمېر یې افغانستان ته د پاکستان لوی درستیز له سفر وروسته ازاد شوي و. د دې لامل هم چې حکومت ونه‌توانېد د لویې جرګې غړو ته لېست وړاندې کړي چې د کوم ولایت دي، جرم‌یې څه شی دی او په څو کلونو محکوم شوي، همدا دی."

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم هم پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د لویې جرګې تر جوړېدو پورې، د ۵،۰۰۰ طالب زندانیانو له ډلې یوازې ۱۶۵یې پاتې ول او نور ازاد شوي وو.

خو د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د مصالحې او د ملکیانو د خوندیتوب رئیس انتظار خادم وايي تر اوسه د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ډلې یو هم نه‌دی خوشې شوی.

ښاغلی خادم زیاتوي: "زه د افغانستان ټولو خلکو او د لویې جرګې غړو ته ډاډ ورکوم چې له زندانیانو یو هم نه‌دی خوشې شوی، دا ۴۰۰ تنه د افغانستان زندانونو، د پلچرخي او ولایتونو زندانونو کې دي."

انتظار خادم
انتظار خادم

د ښاغلي خادم په خبره، د ۴۰۰ طالب زندانیانو ترمنځ بهرنیان نه‌شته.

له دې سره د سولې مشورتي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت له دوی سره د ۴۰۰ زندانیانو نوملړ نه‌دی شریک کړی، د جرګې غړو د بندیانو جرمونو په اړه اطلاع نه‌درلوده.

د جرګې ګډونوال عبدالله ناجي نظري ازادي راډیو ته وویل، د جرګې غړو په پرله‌پسې توګه د افغانستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دې بندیانو نوملړ د جرګې په اختیار کې ورکړي.

ښاغلی نظري زیاتوي: "د جرګې له غړو سره مشخصات، نومونه او جرمي سابقه نه‌ده شریکه شوې. موږ د دې اطلاعاتو غوښتونکي شوو، خو دوی ځانونه ګوښه او له موږ سره‌یې شریک نه‌کړل. موږ کمېسیون کې هم شریک او اعتراض مو وکړ."

حکومتي چارواکو د دې زندانیانو د هویت او قضیو د جزئیاتو په اړه وضاحت ورنه‌کړ، خو ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغو زندانیانو اووه ډوله جرمونه ترسره کړي دي.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالبان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالبان

د دې راپور پر بنسټ، د ۴۰۰ بندیانو ترمنځ ۱۵۶یې په اعدام محکوم دي، ۱۰۵د قتل، ۳۴یې د انسان تښونې قضیې لري چې په پایله کې په قتل اوښتي، ۵۱یې د نشه‌يي توکو قاچاق، ۴۴ کسان‌یې د افغانستان او ملاتړو هېوادونو تور لېست کې شامل دي.

ملي ټلوېزیون د ۱۰ نورو جرمونه جنسي تېری او یو شمېر نور جرمونه یاد کړي، د امنیت شورا یو چارواکي دا نوملړ تأیید کړی دی.

خو حقوق‌پوه نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل د افغانستان حقوقي نظام او قوانینو پر بنسټ، ولسمشر د یو بندي د جرم د جزئیاتو ورکولو پرته د خلاصون فرمان نه‌شي ورکولای.

نجیب ازاد
نجیب ازاد

ښاغلی ازاد وايي: "د ټولنیزو رسنیو له لارې واورېدل شول چې د دوی له ډلې ځیني یې د زنبق او شهید څلور لارو چاودنو کې لاس لري، خو د حقوقي اړخه د افغانستان دولت، ولسمشر او بل هېڅ کس دا واک نه‌لري چې د هغو زندانیانو چې جزئیات‌یې نه‌دي شریک شوي او جرمونه‌یې هم درانه دي، د هغوی د خوشې کېدو واک هېڅ څوک نه‌لري."

د افغانستان حکومت د دې زندانیانو په اړه د نظر او توضیحاتو له ورکولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG