د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ولسمشر غني: پاتې ۴۰۰ طالب بندیان به ازاد کړم


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي نن به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړم.

ښاغلي غني وویل د دغو بندیانو د ازادېدو حکم د جرګې د غړو د پرېکړې له مخې لاسلیکوي.

ښاغلی غني د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۹» د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ دغې جرګې ته په خپله وینا کې زیاته کړه: "زه به نن هغه حکم لاسلیک کړم چې په ژوند کې مې هم نه‌شو لاسلیکولی، ځکه دا زما له صلاحیت پورته کار وو، اوس د تاسو په اجماع او اخلاقي پرېکړې باندې د دغو ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کوم او دوی به خوشې کړم."

ولسمشر غني وویل یو شمېر هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په خبره‌یې له پنځو کلونو په کمه موده بند محکوم وي د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه چې د هېواد د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، هم ازاد کړي.

د ولسمشر غني دا پرېکړه هم د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه او د پرېکړه‌لیک یوه برخه وه.

د سولې مشورتي لویه جرګه کې ولسمشر غني وینا
د سولې مشورتي لویه جرګه کې ولسمشر غني وینا

محمد اشرف غني ټينګار وکړ چې له سولې پرته د هېواد د ثبات او سوکالۍ لپاره بله لاره نه‌شته.

ولسمشر غني وویل افغان طالبان د دې ټولنې د یو واقعیت په توګه مني، خو په خبره‌يې اوس په طالبانو پورې اړه لري چې د سولې په اړه د افغانانو یووالی مني او که نه.

نوموړي په یو ځل بیا په تلپاتي اوربند ټینګار وکړ او ویې‌ویل؛ طالبان باید وښيي چې له اوربند څخه نه‌وېرېږي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د پای په غونډه کې مخکېني افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و.

نوموړي پر طالبانو د جګړې د پای ته رسولو غږ وکړ.

هغه زیاته کړه: "پر طالبانو غږ کوم، هغوی ته مې مخکې هم د وروڼو خطاب کړی و چې جګړه بنده کړئ، جنګ ته دوام مه‌ورکوئ، نن دغه جرګې درته زمینه برابره کړه، مذاکره پیل کړه چې وروري او دوستي مو وشي او راشئ خپلې خاورې ته او له خپل ولس سره یوځای ژوند وکړئ."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

ښاغلي کرزي هیله‌مندي وښوده چې که سوله راشي په افغانستان کې به ډېری زېربنایي پروژې پلي، بې‌وزلي به کمه او د تلپاتي ثبات لپاره به زمینه برابره شي.

افغان حکومت دا درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه د هغه د ۴۰۰ طالب بندیانو د سرنوشت په اړه رابللې وه چې حکومت‌يې خطرناک مجرمین بولي.

حکومت وړاندې ویلي وو چې دا شمېر طالب بندیان په قتل، انسان تښتونې، فساد او یو شمېر نورو لویو جرمونو محکوم دي چې افغان ولسمشر يې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري.

په ورته وخت کې د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیتي کمېسیون مشر او د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا بیا د جرګې د پای ته رسېدو پر مهال رسنیو ته وویل څو طالبان او یو شمېر داعشیان‌یې نیولي چې غوښتل‌یې د لویې جرګې په خېمه حمله وکړي.

ښاغلي ضیا د نیول شویو وسله‌والو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو د جرګې پر مهال‌یې د امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول د اماده‌ګۍ خبره وکړه.

XS
SM
MD
LG