د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې د امریکا هرکلی


 د سولې مشورتي لویې جرګه
د سولې مشورتي لویې جرګه

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې له سلا مشورو او د افغان ولسمشر له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیزاد وایي د بندیانو د خلاصون په بشپړېدو سره تمه لري چې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

افغانستان د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې راروانې څو مهمې ورځې په مخ کې لري.

افغان چارواکي هغه ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کوي چې د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو یې ولسمشر اشرف غني ته د خلاصون سلا ورکړې ده.

د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د ملکیانو د خوندیتوب او د پخلاینې د چارو مشر انتظار خادم چې د طالب بندیانو د ازادۍ د دولتي کار ډلې یو مشر دی ازادي راډیو ته وویل د طالب بندیانو خلاصون ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د ملکیانو د خوندیتوب او د پخلاینې د چارو مشر انتظار خادم
د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د ملکیانو د خوندیتوب او د پخلاینې د چارو مشر انتظار خادم

هغه زیاته کړه: "د ښاغلي ولسمشر د خبرو سره سم چې دی به حکم کوي. دغه حکم به مني د جرګې د فیصلې سره سم موږ دا پروسه شروع کوو. ټول تخنیکي او لوجستیکي مسایل مو تنظیم کړي دي. امېد دی چې ژر تر ژر حکم وشي او موږ یې د خلاصون پروسه پیل کړو."

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني پرون یکشنبه د سولې مشورتي لویې جرګې په پای غونډه کې د جرګه‌والو سلا ومنله او ویې‌ویل چې د ورځې په اوږدو کې به حکم ورکړي څو بندیان خوشې شي.

د جمهوري ریاست ویاندویانو د شپې تر ناوخته ونه‌ویل چې ولسمشر حکم لاسلیک کړی یا یې دوشنبې ته پرېښی دی.

د سولې مشورتي لویې جرګې له جمعې ورځې خپله اصلي غونډه پيل کړه او په څه کم درېیو ورځو کې یې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون سلا حکومت ته ورکړه چې ویل کېږي په لویو جرمونو کې ښکېل دي او درنې دوسیې لري.

ولسمشر د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره ځان د قانون له مخې بې‌واکه وباله او په همدې هدف‌یې وویل چې جرګه‌یې وروغوښته څو د خلکو سلا واخلي.

په مشورتي لویه جرګه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني
په مشورتي لویه جرګه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د مشورتي لویې جرګې او د ولسمشر بیان چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان د بین‌الافغاني خبرو د پيل او د سولې لپاره خوشې کوي د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو له هرکلي سره مخ شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د لویې جرګې له پرېکړه‌لیک او د افغان ولسمشر له پرېکړې چې د بندیانو د خلاصون حکم به ورکوي هرکلی کوي.

خلیلزاد بېګا ناوخته په خپل ټویټر زیاته کړې تمه لري چې په څو راتلونکو ورځو کې د بندیانو خلاصون بشپړ شي او د افغانستان له لوري مرکچي ټیم دوحې ته ولاړ شي څو ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

زلمي خلیل‌زاد د بندیانو خلاصون یو لوی کار بللی چې په خبره‌یې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته د سولې لپاره تاریخي فُرصت پیدا شوی داسې سوله چې ټول افغانان به ترې برخه‌من شي او سیمه‌ییز او نړیواله سوکالي او امنیت کې به رول ولري.

خلیلزاد ویلي امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانانو ملاتړ کړی او لا هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي څو هغې با ثباته سولې ته ورسېږي چې له کلونو یې غواړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خاص استازي رولاند کوبیا هم د افغان ولسمشر اشرف غني له پرېکړې هرکلی کړی دی.

هغه په خپل ټویټر لیکلي اوس دې طالبان رامخکې شي او متقابل عمل دې وکړي. کوبیا ویلي طالبان دې بېړنی اوربند اعلان او بین‌الافغاني خبرې پيل کړي.

  • طالبان څه وايي؟

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین 'بي بي سي' ته په خبرو کې که څه هم جرګه ناقانونه وبلله، خو له پرېکړې یې هرکلی وکړ.

ده وویل: "دا چې دوی د دې فیصله کړې ده دا ښه اقدام دی. لاکن جرګه په حیث د جرګې دا کوم مشروعیت نه‌لري، قانوني حیثیت نه‌لري، زموږ په نظر باندې که چېرته زموږ پاتې بندیان راخلاص شي موږ د یوې هفتې دننه چمتو یو چې بین‌الافغاني مذاکرات پيل کړو له ټولو افغان جهتونو سره."

له امریکا سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې د تړون له مخې له افغان دولته د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې وه او طالبان په هر صورت د بندیانو د خلاصون د پروسې بشپړتیا غواړي هغه هم هغه بندیان چې دوی یې لېست ورکړی.

د پنځه زره کسیزه لېست له مخې یوازې همدا وروستي ۴۰۰ پاتې و.

ازاد شوي طالبان بندیان
ازاد شوي طالبان بندیان

له دې ټولو سره سره هیلې په غوړېدو دي چې په یوه اوونۍ یا ۱۰ ورځو کې د طالبانو د بندیانو له خلاصېدو سره د افغانستان حکومت او طالبان مخامخ خبرې پيل کړي.

افغان حکومت د معصوم ستانکزي په مشرۍ د بین‌الافغاني خبرو د مخته وړلو لپاره مذاکراتي ډله جوړه کړې او وايي چې پوره چمتووالی لري.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم پرون په ډاګه کړې چې د دوی له لوري به د عباس ستانکزي په مشرۍ یوه ډله بین‌الافغاني خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG