د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

غزني کې د موټر بم حملې د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه


په غزني کې د عامه نظم ساتنې په کنډک کې موټر بم چاودنه
په غزني کې د عامه نظم ساتنې په کنډک کې موټر بم چاودنه

تېر ماښام په غزني کې د عامه نظم ساتنې په کنډک کې موټر بم چاودنه وشوه چې مرګ‌ژوبله‌یې هم واړوله.

په غزني کې د تېرې ورځې د چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي په دغه برید کې ۲۳ تنو تنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دی وايي "تېر ماښام ۷:۴۰ دقیقي د هاموې ټانګ په واسطه د غزني ولایت مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د عامه نظم ساتنې پر کنډک موټر بم برید شوی وو، په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي."

ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا چارواکي بیا وايي په دغه برید کې ۲۵ تنه سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملکي شفاخانې رئیس ډاکتر باز محمد همت ازادي راډیو ته وویل: "نهه تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي."

بل لور بیا د پېښې په ځای کې څو تنو سرتېرو ازادي راډیو ته د خپلو سترګو لیدل حال د اندېښنې وړ بیان کړ.

ګل اغا چې په خپله هم په تندي، غوږ او د بدن په ځینو نورو برخو یې د ماین پرچې لګېدلي او برسېرن ټپي دی وايي، تر ۴۷ زیاتو ملګرو ته‌یې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دی وايي: "۱۷ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات به ټپیان وي، کم نه‌دي، د مخالفینو هاموې ټانګ د کنډک په منځ کې چاودنه وکړه، موږ چې په دا څو ورځو کې د سړک غاړي ماینونه کښلي وو په یو بل ټانک کې بار وو هغه ټانک هم چاودنه وکړه، تلفات زیات دي په دغه کنډک کې ۲۱۵ تنه سرتېري اوسي."

دولتي چارواکي وايي له چاودنې وروسته څو تنو وسله‌والو د یاد کنډک له سرتېرو سره جګړه هم کړې ده چې له لنډ مقاومت څخه وروسته ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې برید کوونکي وژل شوي دي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې څو کسان او په کومې ډلې پورې یې تړاو درلود.

د دغه برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د سولې او د وسله‌والو طالبانو د ۴۰۰ نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه لویه جرګه روانه ده.

غزنی د افغانستان هغه ولایت دی چې زیاته برخه‌یې د وسله‌والو طالبان تر واک لاندې ده.

XS
SM
MD
LG