د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

افغان حکومت او طالبان د اوربند او تاوتریخوالي په اړه متناقض نظرونه لري


د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند
د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند

افغان حکومت وایي طالبان باید د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومني او تر مذاکراتو وړاندې دې اوربند وکړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړېدو او د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو له پرېکړې سره تمه وه چې طالبان اوربند وکړي او یا هم د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

خو طالبان وایي اوربند د بین‌الافغاني مذاکراتو د بحث وړ موضوع ده.

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۰» ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکلي چې د اوربند په اړه به په بین‌الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي او په خبره‌یې طالبانو د تېر په پرتله خپل عملیات کم کړي، خو د حکومتي ځواکونو د حملو او پاروونکو اعمالو له مخې عکس‌العمل ښودلو ته مجبورېږي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل بیا ازادي راډيو ته وویل چې "افغان حکومت تل پر اوربند ټينګار کړی، دا غوښتنه نه‌یوازې د حکومت، بلکې د جرګې د غړو او ولس غوښتنه ده"، خو په خبره‌یې "طالبان د ولس د ارادې خلاف حرکت کوي".

ښاغلي فیصل ازادي راډيو ته لیکلي: "ټول د وینې تویېدنې بندېدل غواړي، خو طالبان‌یې نه‌مني."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکُس پوتزل هم له طالبانو غوښتي ترڅو له بین‌الافغاني خبرو سره هم‌مهاله اوربند وکړي.

تمه ده ولسمشر غني نن دوشنبه د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړي.

محمد اشرف غني پرون د سولې مشورتي لویې جرګې په اختتامیه غونډه کې د دغه حکم د لاسلیک کولو خبره کړې وه.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نه معلومات هم ولرو، خو له اړیکو سره سره‌یې زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

په واشنګټن کې د سولې انسټټیوټ مشر او سیاسي کارپوه یاسر احمدزی وایي د اوربند په اړه پرېکړه باید له وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تفاهم کې مشخصه شوې وی.

یاسر احمدزی
یاسر احمدزی

ښاغلی احمدزی وایي اوس باید د امریکا متحده ایالات د درېیم‌ګړي او څارونکي په توګه له دغه بهیر نه څارنه وکړي ترڅو د افغان سولې بهیر په بریالۍ توګه سر ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "اوس دا خبره د امریکا متحده ایالاتو ته متوجې کېږي چې هغوی بېرته منځګړیتوب وکړي او دغه فشار د هغوی له لوري وارد شي، ځکه طالبان مستقیماً وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د تفاهمنامې نقض په دې معنی چې په هغه هوکړه‌لیک کې د اوربند په اړه هېڅ هم نه‌دي لیکل شوي."

نوموړی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لانجو د حل لاره د ملګرو ملتونو منځګړیتوب او څارنه هم وړاندیزوي.

XS
SM
MD
LG