د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

افغان حکومت: طالبان هڅه کوي تاوتریخوالی د باج اخیستنې په توګه وکاروي


قطر کې طالب پلاوی
قطر کې طالب پلاوی

افغان حکومت وايي، له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل پر مهال د دغه وسله‌والې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي دوام د منلو نه‌دی.

په عامه او سراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، طالبان هڅه کوي چې د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی د باج اخیستنې په توګه وکاروي.

ښاغلی عمر طالبان باید د مذاکراتو مېز کې د تاوتریخوالي پر ځای، د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل لیدلوری واضح کړي، ځکه د ده په وینا دا ډله اوس هم تاوتریخوالی کوي، څو د مذاکراتو پر مهال ترې د باج په توګه ګټه واخلي.

خو ښاغلی عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۳» د سولې په اړه په یوه غونډه کې خبرداری ورکوي چې د مذاکراتو د پیل سره سم، د طالبانو دا ډول کړنې د منلو نه‌دي.

په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر
په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر

هغه وویل: "په ټولو برخو کې چې غواړي خبرې وکړي، زموږ مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی. غواړو په ټولو موضوعاتو بحث وکړو، ولې داسې نه چې موږ له طالبانو سره خبرو ته ناست یوو او په فراه کې چاودنه وشي. بیا طالب ووايي چې خبره مې منې که بله چاودنه هم وکړم، دا نه‌منو."

د ارګ دا لوړپوړی سلاکار له طالبانو سره د مذاکراتو په پیل کې د ځنډ یو دلیل دا ښيي چې دا ډله د بحث لپاره څه نه‌لري او د تاوتریخوالي په دوام سره‌یې رسمي مذاکرات هم ځنډڼي کړي دي.

وحید عمر د مذاکراتو لومړنۍ اساسي برخه اوربند او ترې د څارنې لپاره د یوه هر اړخیزه مېکانیزم پر جوړېدو ټینګار کوي.

طالبانو لا رسماً د حکومت د دې خبرو په اړه خپل دریځ نه‌دی ښودلی، خو تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د امنیت د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښکاره کړه چې "داعش د افغان حکومت د استخباراتو او نورو نظامیانو په مرسته غواړي د دوی بندیان په نښه کړي چې دا کار به د مذاکراتو پروسه مختل کړي."

  • خو له طالبانو سره رسمي خبرې کله پیلېږي؟

د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح د پنج‌‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، لا هم دوی ته د مذاکراتو د پیل او همدا ډول قطر ته د سفر په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ خپل‌منځي غونډه درلوده، چمتووالی هم لرو، درې څلور ورځې وړاندې یې د ویزې لپاره زموږ پاسپورټونه هم راڅخه اخیستي دي، خو په دې نه‌پوهېږو چې کله حرکت کوو، سبا یا هم بل سبا."

د ملي مصالحې عالي شورا هم د مذاکراتو د پیل او قطر ته د افغان پلاوي د سفر په اړه بشپړ معلومات نه‌ورکوي.

داکتر عبدالله عبدالله
داکتر عبدالله عبدالله

د دې شورا رئیس عبدالله عبدالله وړاندې ویلي و، د طالب بندیانو له ازادۍ وروسته به په درې ورځو کې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا له ډېرو اړیکو سره سره، دې پوښتنې ته ځواب نه‌وايي چې ایا د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادۍ لړۍ پیل شوې او که نه؟

XS
SM
MD
LG