د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ستانکزی: افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي


د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی
د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی

د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، په افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي.

محمد معصوم ستانکزی زیاتوي، افغانانو جمهوري نظام منلی دی او دا نظام باید تلپاتی وي.

له ښاغلي ستانکزي مو وپوښتل چې له طالبانو سره په خبرو کې سره کرښه څه ده؟

هغه وویل: "د سرې کرښې عمده مسئله د افغانستان ملي ګټې، د افغانانو غوښتنې، او هغه څه چې افغانستان یوه واحد هدف ته ورسوي چې ټولو افغانانو له غوښتنې سره سم وي، داسې افغانستان چې هم له ځان سره، هم له ګاونډيو هېوادونو سره او په سیمه کې په سوله کې ژوند وکړای شي. ولس واکي او د خلکو حاکمیت په کې حاکم وي، په افغانستان کې مو یو ولسواک اسلامي جمهوري نظام منلی او دا باید خوندي پاته شي او په همدې حال کې موږ ولې پر هغو ښو شیانو لکه پراختیا او زده کړه او تربیه چې رامنځته شوې او ادارې چې جوړې شوې، خط کش کړو او یو نوی څه رامنځته کړو؟"

د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقې تر لاسلیک وروسته، په دې موافقه کې د جمهوري ټکي نشتون د فعالانو او سیاستوالو پام جلب کړ.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک مراسمو یو انځور
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک مراسمو یو انځور

په دې موافقه لیک کې د طالبانو نوم د افغانستان اسلامي امارت یاد شوی خو په دوام کې ویل شوي چې امریکا يې د یوه دولت نه بلکې د طالبانو د یوې ډلې په توګه پېژني.

د افغان حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل احتمال شته.

هغه زیاته کړه: تاسې پوهېږئ چې مذاکرات خپل اصول لري او دواړه اړخونه باید ورته ژمن وي، فکر کوم چې د افغانانو غوښتنه یو مشترک مسئولت دی او دواړه لوري باید ورته درناوی وکړي او د دې درناوي د خوندیتوب لپاره هیله لرم چې دواړه لوري ژمنه وکړي چې د یوه مسلمان افغان پر وړاندې تاوتریخوالی او وینه بهول ودرېږي او وینه یې توی نه‌شي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته نږدې یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت په خاطر يې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته د سې شنبې په ورځ وویل چې اوربند به د بین‌الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه وي، دا په دې مانا چې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې به طالبان اوربند نه کوي، سرچینې همداراز زیاته کړه چې د اسلام په چوکاټ کې د تعلیم، د بیان د ازادۍ، نورو مدني حقونو او جمهوریت په اړه د مذاکراتو د اجنډا له مخې خبرې کېدای شي.

افغان چارواکو ویلي، د بین‌الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو به په قطر کې وشي.

له طالبانو سره د خبرو د بحثونو له تودېدو سره د افغانانو د ډموکراټيکو ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي، باید تضمین ورکړل شي چې په سیاسي جوړښت کې د طالبانو د احتمالي ګډون په صورت کې به دا ارزښتونه له لاسه نه‌ځي.

په بدخشان کې د انجونو ښوونځی
په بدخشان کې د انجونو ښوونځی

په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته میلیونونه نجونې ښوونځيو ته ځي، د دولتي او خصوصي ادارو دروازې د ښځو پر مخ پرانیستل شوې او لسګونو ښځو د وزیرانو او خلکو د استازو په توګه کار کړی خو اوس ځيني خلک په ځانګړې توګه ښځې اندېښنه لري چې داسي نه‌وي چې قدرت ته د طالبانو له احتمالي رسېدو سره د ولسواکۍ تر چتر لاندې تر لاسه شوي فرصتونه له منځه لاړ شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG