د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

'د سولې خبرو کې د ځینو موضوعاتو په اړه د طالبانو دريځ لا هم روښانه نه دی'


په قطر کې طالب پلاوی
په قطر کې طالب پلاوی

د کړکېچ نړیوال سازمان وايي، د سولې په خبرو کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د طالبانو دریځ لا هم روښانه نه‌دی.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیلېدونکي دي، د کړکېچ نړیوال سازمان په خپل یوه نوي راپور کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه د طالبانو په مبهم دریځ اندېښنه ښودلې.

راپور کې راغلي، طالبان هم د یو شمېر هغو مسایلو په اړه چې د افغانستان له حکومت سره پرې غږېږي، روښانه دریځ نه‌لري.

په دې راپور کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د مذاکراتو په لړ کې د ښځو او لږکیو د حقونو د ساتنې پر څرنګوالي خپل دریځ روښانه کړي او باید ووايي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په جوړښت کې څه ډول بدلون غواړي او وسله‌وال یې په دې جوړښت کې څه ونډه درلودلای شي.؟

د کړکېچ نړیوال سازمان د سولې بهیر له خطرونو سره مل بللی، خو د سولې په مذاکراتو کې یې د کابل دریځ ستایلی چې نسبتاً روښانه دی.

دې سازمان له طالبانو غوښتي، څو یو منسجم سیاسي لیدلوری پیدا او جوړجاړي ته چمتو شي.

طالبان بیا وايي، د ټولو مهمو موضوعاتو په اړه په بین‌الافغاني مذاکراتو کې بحث کېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: "په مخامخ مذاکراتو کې به پر ټولو هغو موضوعاتو بحث وشي چې اړتیا یې ده."

د طالبان ویاند سهیل شاهین
د طالبان ویاند سهیل شاهین

ښاغلي شاهین له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، د افغانستان راتلوونکی نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونه، د ښځو حقوق او د بیان ازادي هغه مسایل دي چې د افغانانو ترمنځ په مذاکراتو کې پرې بحث کېږي.

  • خو ایا د سولې په خبرو کې د ځینو مسایلو په اړه د طالبانو په دریځ کې ابهام اندېښمنونکی دی؟

د سیاسو مسایلو کارپوه احمد شاهین وايي، دا چې طالبان له نظریاتي او ترکیبي اړخه بېلابېلو لوریو سره تړلي دي، له همدې کبله په ځینو مسایلو کې ګونګتیا پر خپل ځای ده.

هغه وویل: "زه فکر کوم ډېر د اندېښنې وړ ده. یو خو زموږ لوری ډېر ضعیف دی، بل لوري بیا هغوی په خپل دریځ ډېر ټینګار کوي، دا به د مذاکراتو زمان اوږد او بهیر به‌یې ډېر پېچلی کړي. اوس نو چې دا پړاو پیلېږي دا چې یوې پایلې ته به ورسېږي، ما ته یې پایله تیاره ښکاري."

د کړکېچ نړیوال سازمان داسې مهال د سولې په خبرو کې د روڼتیا په اړه اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په شوې هوکړه‌لیک کې د پټو مسایلو په اړه تشویش ښودل شوی و.

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، د سولې په خبرو کې به د افغانستان د تېرو کلونو لاس‌ته راوړنې خوندي پاتې شي.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

له طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزی وویل: "د سرې کرښې عمده مسئله د افغانستان ملي ګټې، د افغانانو غوښتنې او هغه څه چې افغانستان یوه واحد هدف ته ورسوي چې ټولو افغانانو له غوښتنې سره سم وي، داسې افغانستان چې هم له ځان سره، هم له ګاونډيو هېوادونو سره او په سیمه کې په سوله کې ژوند وکړای شي. ولسواکي او د خلکو حاکمیت په کې حاکم وي، په افغانستان کې مو یو ولسواک اسلامي جمهوري نظام منلی او دا باید خوندي پاتې شي او په همدې حال کې موږ ولې پر هغو ښو شیانو لکه پراختیا او زده‌کړه او تربیه چې رامنځ‌ته شوې او ادارې چې جوړې شوې، خط کش کړو او یو نوی څه رامنځته کړو؟"

تمه ده چې د افغان حکومت او طالبان ترمنځ د سولې مخامخ لومړنۍ رسمي خبرې راتلوونکې اوونۍ پیل شي.

XS
SM
MD
LG