د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

خلیلزاد: په بین‌الافغاني خبرو کې نه منځګړی شته او نه هم سهولت برابروونکی


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان دولت پلاوی به نن (د سپټمبر په ۱۲مه) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې خبرو د پيل لپاره په رسمي مراسمو کې مخامخ شي.

د افغانستان دولت له‌خوا د خبرو پلاوی بېګا دوحې ته ورسېد.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په دوحه کې خبرې افغانان خپله کوي او هېڅ منځګړی به نه‌لري او نه به څوک د سهولت برابرولو لپاره په‌کې وي.

هغه وویل چې دا وار به افغانان په خپله د سولې لپاره نقشه جوړوي څو د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي لاره جوړه شي، خو که‌یې مرستې ته اړتیا درلوده، امریکا مرستې ته تیاره ده.

د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون
د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

خلیلزاد دا خبرې پرون په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه وویل: "اوس موږ داسې یوې پروسې ته داخل شوي یو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ده، کله چې افغانان سره ګوري هلته به هېڅ منځګړی یا سهولت جوړونکي نه‌وي. موږ به د اړتیا په وخت کې مرستې ته تیار یوو، که هرې خوا اړتیا درلوده موږ به‌يې څارونکي او مرستندوی یو، خو که‌یې مرستې ته اړتیا نه‌درلوده، پروا نه‌لري، ښه خبره به وي."

د افغانستان دولت د پلاوي مشر د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم شامل دي.

امریکا د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې یوه مهمه خبره په‌کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دې ژمنې د سر ته رسولو په دوهم پړاو کې دي.

زلمی خلیلزاد: "له طالبانو سره په موافقه کې او له حکومت سره په تفاهم‌لیک کې په مشروط ډول زموږ د قواوو د کمېدو خبره شوې ده چې یوازې د امریکا نه، بلکې د ائتلافي قواوو او ناټو غړي هم دي، موږ اوس‌مهال په دوهمه مرحله کې یو، په اول پړاو کې موږ ۸،۶۰۰ ته راکم شوو او دوهم پړاو به موږ ۴،۵۰۰ ته راورسوي، د اکټوبر او نومبر تر میاشتو وخت کې او اوس موږ په دې پړاو کې یوو."

خلیلزاد پرون وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان دولت به له طالبانو سره پر داسې سیاسي موافقه جوړ شي چې بیا په ګډه د نورو ترورېستي ډلو لکه داعش پر ضد مبارزه او په افغانستان کې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

اچین کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش ډلې ضد عملیات
اچین کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش ډلې ضد عملیات

په دوحه کې به نن د خبرو د پیل رسمي مراسم وي او خبرې به د دوشنې په ورځ پيل شي.

XS
SM
MD
LG