د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

امریکا: مذاکراتو کې دې د ښځو نظر او د افغان مذهبي او قومي لږکیو حقونو ته پام وشي


ارشیف، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
ارشیف، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل هرکلی کړی او وايي، په دې خبرو کې باید د ښځو نظر او تر خوا یې د مذهبي او قومي لږکیو حقونو ته پام وشي.

دغه وزارت د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټې له اعلان هرکلی کړی او وايي، دا په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای لپاره یو تاریخي فرصت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي، له یوې اوږدې مودې راهیسې افغانان د جګړې بار په خپل اوږو وړي او سوله‌یې یوه لویه هیله ده.

اعلامیه زیاتوي: "ښکېل لوري یوازې د افغانانو د هدایت سره سم د یوه سیاسي روغې جوړې له لارې، د هغو نظریاتو په پام کې نیولو سره چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، مذهبي او قومي لږکیو دي، یوې تل‌پاتې سولې ته رسېدای شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لورو غوښتي، څو په دې بهیر کې د عمل، یو بل مننې او یو بل ته د تېرېدنې څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د افغانانو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې خبرو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

افغانستان د سولې مذاکرات؛ ټرمپ وایي پامپیو په تاریخي سفر دوحې ته ځي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "ډېر په ویاړ سره اعلانوم چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره نن په یوه تاریخي سفر دوحې ته ځي. موږ هغوی (طالبانو) سره له ښایسته ډېرې مودې راهیسې په خبرو بوخت یوو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره‌یې د امریکا په استازولۍ هوکړه‌ لاسلیک کړه هم په یوه ټویټ کې لیکلي "د افغانستان تاریخ ښيي چې د قدرت انحصار او په زور پر نورو د خپل نظر منل، په جګړې اوړي او په هېواد کې د بهرنیو لاسوهنو ته زمینه برابروي."

په ورته وخت کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښځو، مذهبي او قومي لږکیو نظریاتو ته احترام او د ښاغلي خلیلزاد له څرګندونو هرکلی کوي.

د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي: "زه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې هرکلی کوم. یقیناً دا غوښتنه زموږ د مرکچي پلاوي له غوښتنو سره یو ډول ده."

عبدالحفیظ منصور
عبدالحفیظ منصور

پاکستان هم د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیل هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "پاکستان هیله لري چې دا خبرې اترې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شي."

ناټو هم په خپله خپره کړې اعلامیه کې د خبرو له پیل هرکلی کړی او لیکي، دواړه لوري باید له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي او هغو لاسته راوړنو ته ورسېږي چې د هغې لپاره‌یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي "ناټو د افغانستان د تلپاتي امنیت لپاره ژمنتیا لري."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ۵ زره طالب زندانیانو د ازادۍ په سر له میاشتو اختلافاتو وروسته، تمه ده د دې ځنډېدلو خبرو لړۍ رسماً د شنبې په ورځ پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG