د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پیل؛ په دغې غونډه کې څوک ګډون کوي؟


ارشیف، قطر کې طالب چارواکي
ارشیف، قطر کې طالب چارواکي

د افغانستان د سولې د خبرو ښکېلو غاړو تأیید کړې چې بین‌الافغاني خبرې به سبا شنبه په قطر کې پیل شي.

افغان حکومت، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د ملي مصالحې عالي شورا ټول وايي چې د طالبانو د وروستیو شپږو بندیانو د خوشې کولو په ګډون د سولې د خبرو پر وړاندې ټول خنډونه له‌منځه تللي دي.

افغانانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته د بین‌الافغاني خبرو د پیل تاریخي ورځې ته تر نن پورې انتظار وایست.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ده د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ته دنده سپارلې چې دوحې ته ولاړ شي او په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې قطر به د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه وي. په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دا خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې د راوستو لپاره یو جدي او مهم ګام وي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی به نن جمعه د دوحې پر لور وخوځېږي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د بین‌الافغاني خبرو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې چې دا خبرې به په افغانستان کې د سولې، ثبات او د جګړو د پای ته رسېدو پیل وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب د څانګې مشر انتظار خادم پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې بین‌الافغاني خبرې به بریالۍ کېږي.

طالبانو هم ویلي دي چې د شنبې په ورځ په بین‌الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره چمتو دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک ویلي دي چې طالبان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم د بین‌الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې ګډون ته خپل چمتووالی اعلانوي.

ښاغلي وردک ویلي چې طالبان د خبرو د بهیر د ښه پرمختګ او د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د لوړو ګټو په چوکاټ کې په ټول هېواد کې د سولې او د سوچه اسلامي نظام د رامنځته کېدو هوډ لري، خو د طالبانو په بیان کې د اسلامي امارت یا شریعت د پلي کولو د غوښتنې یادونه نه‌ده شوې.

د سږني کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته تمه کېده چې بین‌الافغاني خبرې په ۱۰مه ورځ یعنې د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو د بندیانو د تبادلې پر سر لانجه او ځیني نور خنډونه د دې باعث شول چې دا خبرې تر دې دمه وځنډېږي.

قطر ته د طالبانو د هغو شپږو بندیانو سپارل چې د استرالیايي او فرانسوي پوځیانو په وژلو تورن وو، په دې برخه کې وروستی خنډ وو.

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې دا شپږ کسان پرون ماښام په یوه الوتکه کې قطر ته واستول شول.

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "شپږ تنه بندیان په یوه قطري الوتکه کې قطر ته بیول شوي دي او ځیني نور بندیان چې طالبانو ویل نه‌دي خوشې شوي، خلیلزاد د هغوی په برخه کې هم طالبانو ته ډاډ ورکړی دی."

عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم دوحې ته د دغو شپږ تنو طالب بندیانو رسېدل تأیید کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د بین‌الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت بللی او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا خبرې په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې پیل شوې جګړه پای ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG