د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

'د طالبانو ټول پاتې بندیان به نن له زندانه خوشې شي'


له بنده د طالبانو د ازادېدو پروسه
له بنده د طالبانو د ازادېدو پروسه

د افغانستان یوه حکومتي سرچینه وايي چې نن (د سپټمبر په ۲مه) به د طالبانو ټول بندیان له زندانه خوشې شي.

دې سرچینې د مسئلې د حساسیت په خاطر له ازادي راډیو سره د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړې دي.

د سرچینې په حواله، نن به د طالبانو د بندیانو ۵،۰۰۰ کسیز لېست چې باید د حکومت له توقیف ځایونو او زندانونو خوشې شوي وی، بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پلچرخي له زندانه د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دا لا نه‌ده څرګنده چې پرون د طالبانو څو بندیان خوشې شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال چې د بندیانو د خوشې کېدو له بهیره د وېډیو اخیستلو لپاره سیمې ته تللی و، وايي چې ډېر بندیان په جلا جلا ډلو کې او په ځانګړو موټرو کې له زندانه وایستل شول او له دې کبله‌یې په سیمه کې خبریالانو ته دقیق شمېر څرګند نه‌شو.

له بنده ازاد شوي طالب بندیان
له بنده ازاد شوي طالب بندیان

په هغه وېډیو کې چې د ازادي راډیو خبریال اخیستې، لیدل کېږي چې یو شمېر بندیانو ته د هغوی خپلوان هم ورغلي وو او د غاړې ګلان‌یې وروړي وو.

په خلکو کې ماشومان هم لیدل کېږي چې ښایي د خوشې شویو کسانو د کورنیو غړي وو.

د نجیب‌الله په نوم یوه تن چې سپین کالي یې اغوستي او کندهارۍ خولۍ یې پر سر ده د ازادي راډیو خبریال ته وایي چې د ځان له ازادۍ په دې خوشحاله دی چې په وطن کې سوله راځي.

  • خو ایا سوله راځي؟

د افغانستان د حکومت له ټولو زندانونو او توقیف ځایونو د طالبانو د ټولو (۵،۰۰۰) بندیانو خوشې کېدل له حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو اساسي شرط دی.

د سولې د خبرو د پیل دقیقه نېټه لا نه‌ده څرګنده.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت د پلاوي غړې حبیبې سرابي پرون ازادي راډیو ته وویل چې په نږدې ورځو کې قطر ته روان دي. سرابي وویل، دقیقاً لا نه‌ده څرګنده چې څه وخت به ولاړ شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې د دوشنبې په ورځ هم د طالبانو د بندیانو ۴۷ کسیزه ډله خوشې شوې وه.

خو یوې پټې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو ۱۰۰ بندیان خوشې شوي دي.

د افغان حکومت له زندانونو د پاتې 'خطرناک' طالبانو د ازادېدو لړۍ پیل شوه

د ملي روغې جوړې شورا: راتلونکې اوونۍ به طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل شي

د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستی جنجال د ۴۰۰ بندیانو پر سر و.

د افغانستان حکومت ویل چې په هغوی کې داسې خطرناک کسان هم شامل دي چې د افغانستان نړیوال متحدان‌یې له خلاصېدو سره موافقه نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG