د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

طالبانو د سولې اړوند مسایلو او بین‌الافغاني خبرو لپاره نوی پلاوی ټاکلی


طالب پلاوی
طالب پلاوی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سولې اړوند مسایلو او د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره جلا نوی با صلاحیته پلاوی ټاکلی.

ښاغلی ستانکزی وایي د دغه پلاوي مشري به د ده پر غاړه وي.

شېر محمد عباس ستانکزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۵» ازادي راډيو ته ویلي دا با صلاحیت او ځواکمن ټیم دی چې په خپلواکه توګه به د سولې اړوند مسایل مخ ته وړي او شااوخوا ۲۰ غړي لري چې ۱۳ یې د رهبرۍ شورا غړي دي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "دا یو ځواکمن او با صلاحیت ټیم دی، دا ټیم د قطر له سیاسي دفتر جلا جوړ شوی، له افغانانو، امریکایانو او نورو اړخونو سره به د سولې مسایل او مذاکرات په خپلواکه توګه مخ ته وړي، همداراز به له امریکایانو او افغانانو سره د هوکړو په پلي کولو، د هوکړو څار، د بندیانو مسایل، د بین‌الافغاني مذاکراتو د مخ ته وړلو صلاحیت له دې مذاکراتي ټیم سره وي، ټیم خپل کار شروع کړی او په نږدې راتلونکي کې به خبرو ته چمتو شي."

شېر محمد عباس ستانکزی
شېر محمد عباس ستانکزی

ښاغلی ستانکزی ټینګار کوي چې د سولې بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي، خو د مذاکراتو له پيل وړاندې باید طالب بندیان ازاد شي.

په ورته وخت کې طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتي ټيم یو غړی وایي، د دواړو لورو د خبرو اترو د څارلو او مخته وړلو لپاره به یو سکرتریت (دارالانشأ) جوړ شي.

د دغه ټیم غړی نادر نادري له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې دوی د سولې د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو چې طالبان‌یې شرایط ومني.

طالبان بیا وایي په دې مسایلو بحث له وخت مخکې بولي.​

هغه زیاته کړه: "د دواړو خواوو نه به یو سکرتریت وټاکو، البته دا زموږ غوښتنه او خوښه ده چې که افغانانو سره کېنو او جرګه سره وکړو، خو مهمه دا ده چې موږ هم ورته ژمن یو هغه دا ده چې جنګ بند شي او هېواد د دغو لانجو څخه وژغورو."

د ښاغلي نادري په خبره د حکومت شرط د افغان امنیتي ځواکونو د کمانډیانو او پیلوټانو د اسیرانو ازادول دي.

نوموړی وایي د افغان حکومت په مذاکراتي ټيم کې د نظر اختلافات شته، خو ټول په یو اصل چې په خبره‌یې هغه جمهوریت دی توافق لري.

بل‌خوا طالبان وایي، که چېرې مذاکرات پیل شي هغه وخت په دې سلا دي چې داسې یو درېیم‌ګړی بورډ یا سکرتریت وټاکي چې د دواړو لورو کسان‌یې په ترکیب کې شامل وي.

خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې اوس له وخت مخکې ده چې په دې موضوع خبرې وشي، د مجاهد په خبره اړینه ده چې لومړی د سولې د خبرو اترو د پیل پر وړاندې شته خنډونه لیرې کړای شي.

ظاهراً د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیلېدو د ځنډ دلیل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د څو تنو بندیانو د تبادلې د پروسې درېدل دي.

طالبان د خپل ورکړل شوي لېست له مخې د پنځو زرو بندیانو د خلاصېدو پوره کول غواړي، خو افغان حکومت وایي چې د دوی هغه کمانډو ځواکونه او پیلوټان هم چې له طالبانو سره اسیر دي باید راخوشې کړای شي.

د یو شمېر طالب بندیانو لېست
د یو شمېر طالب بندیانو لېست

بل‌خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان هم ټینګار کوي چې دواړه لوري دې د مذاکراتو د پيل پر وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.

له دې ډلې سید خالد سادات وویل: "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په یو داسې مېکانیزم باندې کار وشي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي، مثلاً کوم خنډونه پراته دي او کوم لاملونه د دې باعث شول چې دا پروسه‌یې تر یو حده ودروله، ټول لومړیتوب دې د همدې ستونزو حل ته ورکړل شي."

د ښاغلي سادات د معلوماتو له مخې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو له ډلې یو شپږ کسیزه هیئت ټاکلی چې له طالبانو سره په ګډه دغه سکرتریت جوړ کړي.

د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزبر شاه محمود قریشي
د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزبر شاه محمود قریشي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته‌یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي.

د طالبانو د دغه سفر په اړه د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان له ترهګرو طالبانو کوربه‌توب وکړ او په خبره‌یې هغه هم وروسته تر هغې چې په دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.

ښاغلي صالح، بېګا شپه ناوخته په خپل ټویټرپاڼه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالب پلاوي د ناستې د عکس په خپرولو سره لیکلي چې "له ترهګرو طالبانو د پاکستان د حکومت په زړه کې کوربه‌توب شوی، هغه هم یو ورځ وروسته تر دې چې اسلام‌اباد په هغوی بندیزونه اعلان کړل."

د ولسمشر لومړي مرستیال په کنایه لیکلي چې د (بندیزونو) دا نوې نسخه د شپې له ۱۱ نیمو د سهار تر څلورو کار ورکوي شااوخوا پنځه ساعته، هغه څه چې د ده په خبره د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیک سره سمون لري.

خو دا چې د افغان حکومت د سولې مراکراتي پلاوی او طالبان به کله سره کېني او مخامخ خبرې به کوي دا تر اوسه نه‌ده معلومه، که څه هم د دغه خبرو ځای د قطر پلازمېنه دوحه انتخاب شوې، خو د شته ستونزو او خنډونو له امله‌یې نېټه نه‌ده مشخصه شوې.

XS
SM
MD
LG