د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د ملي روغې جوړې شورا: راتلونکې اوونۍ به طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل شي


د حکومت له‌خوا نیول شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا نیول شوي طالب بندیان

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا یو ځل بیا ډېر ژر له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل ته شېبې شمېري.

دغه شورا وايي، د ټولو طالب بندیانو له ازادۍ یوه اوونۍ وروسته به له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې مذاکرات راتلونکې اوونۍ پیل شي.

له دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د تېرې اوونۍ د پنچشنبې په ورځ ویلي و چې راتلونکې اوونۍ به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات شروع شي.

خو ښاغلی دین محمد وايي، طالبانو دوی ته ویلي، د خپلو ټولو زندانیانو له ازادۍ یوه اوونۍ وروسته به له دوی سره د خبرو مېز ته کېني.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

هغه ووبل: "دا چې د بندیانو د ازادۍ لړۍ پوره شي، یوې اوونۍ ته اړتیا لرو، فکر نه‌کوم چې دا اوونۍ دې خبرې پیل شي، بله اوونۍ به شروع کېږي، ځکه یوه اوونۍ وخت غواړي. زموږ پلاوی چمتو دی، که د طالبانو له‌خوا غږ وشي، زموږ پلاوی تیار دی."

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اساسي شرط د خپلو ټولو زندانیانو خلاصون یاد کړی دی.

د افغانستان حکومت هم له تېر ماښام راهیسې د هغو ۴۰۰ زندانیانو د ازادېدو لړۍ بیا پیل کړې چې وړاندې یې په اړه جنجال و.

طالبان
طالبان

د دې شمېر زندانیانو څخه ۸۰ تنه‌یې وړاندې خلاص شوي وو.

خو سرچینې وايي، تېره ورځ هم له ۱۰۰ زیات طالب بندیان د پلڅرخي د زندان په ګډون د افغانستان د بېلابېلو زندانونو څخه ازاد شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې پرون ازادي راډیو ته وویل چې نن د سې شنبې په ورځ به هم یو شمېر بندیان خلاص شي.

طالبانو هم د خپلو زندانیانو د ازادۍ د لړۍ له بیا پیل هرکلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د بندیانو د خلاصون بیا پیل مثبت ګام دی. هیله ده چې دا بهیر ژر بشپړ شي، څو د بین‌الافغاني خبرو پیل ته زمینه برابره شي."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ښاغلی شاهین زیاتوي، دوی چمتو دي چې د بندیانو د خلاصون د لړۍ په بشپړېدو سره خبرې پیل کړي.

که څه هم د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د افغانستان ولسمشر ته مشورتي لویې جرګې مشوره ورکړه، خو په ښکاره په دې اړه د فرانسې، ناروې او اسټرالیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له اندېښنو وروسته، دا لړۍ ودرېده.

دې هېوادونو د نږدې ۶ طالب بندیانو له ازادۍ سره مخالفت ښودلی وو.

که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه وضاحت نه‌ورکوي چې دا ۶ طالب بندیان به هم ازاد شي که نه، خو وايي دوی توانېدلي د دې هېوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG