د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

له طالب پلاوي د پاکستان پر وروستي کوربه‌توب د افغان چارواکو تندې نیوکې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو مرستیال مشر او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو مرستیال مشر او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

د طالبانو له سیاسي پلاوي د پاکستان د وروستي کوربه‌توب په اړه د افغان چارواکو تُندې نیوکې روانې دي.

دا وار د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې د ده په خبره پاکستان له ترهګرو طالبانو کوربه‌توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې په دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.

صالح بېګا ناوخته په خپل ټویټرپاڼه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالب پلاوي د ناستې د عکس په خپرولو لیکلي چې "له ترهګرو طالبانو د پاکستان د حکومت په زړه کې کوربه‌توب شوی هغه هم یو ورځ وروسته تر دې چې اسلام‌اباد په هغوی بندیزونه اعلان کړل."

صالح په کنایه لیکلي چې د (بندیزونو) دا نوې نسخه د شپې له ۱۱ نیمو د سهار تر څلورو کار ورکوي شااوخوا پنځه ساعته هغه څه چې د ده په خبره د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیک سره سمون لري.

پاکستان تېره اوونۍ د اګسټ په ۱۸مه د طالبانو په ځینو مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په اساس د بندیزونو د تازه کولو اعلان وکړ، خو همدا سې شنبه د طالبانو یوه سیاسي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د راپورونو په اساس د پاکستان په بندیزونو کې د ملا برادر په شمول چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي مشري کوي یو شمېر طالبان شامل دي.

د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر
د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر

قریشي له دوی سره په ناسته کې د بین‌الافغاني خبرو ژر پیل وغوښت.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې ویلي چې پاکستان له ډېر وخته د افغانستان د لانجې هواری غواړي او دا مسئله د هغه په خبره یوازې د خبرو له لارې ممکن ده.

د طالبانو پلاوي په اسلام‌اباد کې له شاه محمود قریشي سره ولیدل

له بندیزونو دوه ورځې وروسته پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

هغه زیاته کړې چې په کار ده افغان مشرتابه د ټیکاو د راوستلو په خاطر تر دغه تړون راوروسته د رامنځته شوي تاریخي فرصته ښه ګټه پورته شي.

هغه همداراز د افغان طالبانو پلاوي ته د افغانستان د سولې د پروسې سبوتاژ کولو او "زیان رسوونکو" احتمالي خطرونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو له امریکا سره د خپل تړون د اجرا له څرنګوالي معلومات ورکړل او ترڅنګ‌یې له پاکستانه مننه وکړه چې د سولې لپاره د دې ډلې په خبره مخلصانه هڅې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر لیدنه

د افغانستان حکومت د صالح تر بېګاني تند غبرګون مخکې هم په پاکستان غږ کړی و چې په خپلو ژمنو ودرېږي او هغه بندیزونه عملي کړي چې څو ورځې مخکې یې اعلان کړي و.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي و چې پاکستان ته په کار ده خپلې نړیوالې ژمنې او مسؤلیتونه پر ځای کړي او د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌‌لیکونه په بشپړ ډول عملي کړي.

افغان حکومت په دې اعلامیه کې یو وار بیا له طالبانو هم غوښتي چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې خبرې پیل کړي، وینه تویېدنه ودروي او یوې تلپاتې او باعزته سولې ته په رسېدو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې توګه له نړیوالو بندیزونو ځان وژغوري.

XS
SM
MD
LG