د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د طالبانو پلاوي په اسلام‌اباد کې له شاه محمود قریشي سره ولیدل


ارشیف، اسلام‌اباد کې د شاه محمود قریشي او طالب پلاوي د تېر کال لیدنه
ارشیف، اسلام‌اباد کې د شاه محمود قریشي او طالب پلاوي د تېر کال لیدنه

د افغان طالبانو سیاسي پلاوي نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې قریشي او برادر د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو او د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل او نورو اړوندو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره په نننۍ لیدنه کې ویلي چې پاکستان له ډېر وخته د افغانستان د لانجې هواری غواړي او دا مسئله د هغه په خبره یوازې د خبرو له لارې ممکن ده.

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د طالبانو پلاوي په نننۍ غونډه کې له امریکا سره د یادې ډلې د تړون د تطبیق د بهیر پر څرنګوالي معلومات ورکړل.

قریشي ویلي چې د پاکستان په هڅو له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ ۲۹مه دا تړون ممکن شو.

هغه زیاته کړې چې په کار ده افغان مشرتابه د ټیکاو د راوستلو په خاطر تر دغه تړون راوروسته د رامنځته شوي تاریخي فرصته ښه ګټه پورته شي.

قریشي ویلي پاکستان په دې هیله دی چې ژر بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

هغه همداراز د افغان طالبانو پلاوي ته د افغانستان د سولې د پروسې سبوتاژ کولو او "زیان رسوونکو" احتمالي خطرونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د طالبانو پلاوی یکشنبه ماښام اسلام‌اباد ته رسېدلی.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین لیکلي و چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی د افغان سولې په تړاو وروستي مسایل له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره تر بحث لاندې نیسي.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغانستان د سولې د پروسې په شمول پاکستان په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د تأمین لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په پای کې راغلي چې افغان طالبانو د سولې په پروسه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې ده.

د طالبانو پلاوي داسې وخت د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل چې څو ورځې مخکې دغه هېواد د طالبانو د سیاسي دفتر د یو شمېر غړو په شمول پر طالب مشرانو د پاکستان له‌خوا د بندیزونو د تازه کولو ژمنه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سې شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او طالب پلاوي تر لیدنې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې پاکستان ته په کار ده خپلې نړیوالې ژمنې او مسؤلیتونه پر ځای کړي او د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیکونه په بشپړ ډول عملي کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې خبرې پیل کړي، وینه تویېدنه ودروي او یوې تلپاتې او باعزته سولې ته په رسېدو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې توګه له نړیوالو بندیزونو ځان وژغوري.

XS
SM
MD
LG