د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

هشت صبح: پاکستان د اقتصادي موخو لپاره پر طالبانو بندیزونه لګولي


کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د پاکستان له لوري په تندلارو ډلو د بندیزونو په موضوع لیکنه کړې ده.

په سرمقاله کې ادعا شوې چې پاکستان د خپلو شخصي اهدافو له هغې ډلې اقتصادي موخو لپاره دا بندیزونه لګولي دي.

ورځپاڼې لیکلي، پاکستان هېڅ کله نړیوالو فشارونو ته غاړه نه‌ده ایښې، خو اوس په ظاهره کې د پیسو وینځلو د څار یوې ادارې تر فشارونو لاندې دا بندیزونه لګوي.

سرمقاله کې راغلي، پاکستان هڅه کوي چې په طالبانو او د القاعده شبکې په مشرانو د بندیزونو په لګولو سره له مالي اقدام څخه ځان وژغوري.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د پاکستان حکومت دغه امر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د هغو کسانو نوملړ هم تأیید شوی چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

هشت صبح د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له قوله لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د بدلون په صورت کې به پاکستان نوي لګول شوي بندیزونه هم پلي کړي.

پاکستان حکومت د "فایننشل اکشن ټاسک فورس" (اېف.ای.اي.اېف) له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره تر فشار لاندې دی.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه نیوکه کړې او لیکلي چې دا هوکړه تر ډېره طالبانو ته امتیاز ورکوي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې دغه امتیازات ځکه ورکول کېږي چې طالبان له القاعده شبکې سره اړېکې پرې او د جمهوریت تر چتر لاندې عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ډول هوکړې نه‌یوازې د طالبانو د کړنو مخه نه‌نیسي، بلکې هغوی ته دا فرصت هم ورکوي چې د یو سیاسي ځواک په توګه میدان ته راودانګي.

سرمقاله کې دا هم راغلي، کومې اړیکې چې طالبان له القاعدې سره لري په هېڅ وجه‌یې نه‌شي پرې کوی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د عبدالغني عليپور په نوم د يوه غير مسؤل كس په بیا نیولو ټينګار کړی.

ورځپاڼې ادعا کړې چې دغه غیر مسؤل وسله‌وال د غزني په مالستان او جاغوري ولسواليو کې د کندهار پنځه اوسېدونکي تښتولي او تر دې وړاندې یې هم ناقانونه کړنې کړې دي. هغه ادعا چې تر اوسه په رسمي ډول نه‌ده تأیید شوې.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې عليپور په يوازې توګه دغه كار نه‌شي كولاى، بلکې په وینا یې د نوموړي تر شا نور لوري هم ولاړ دي چې حكومت بايد په دې اړه جدي اقدامات وكړي.

سرمقاله لیکونکي په هغو چارواکو غږ کړی، کوم چې د عليپور د خوشې كولو ضمانت‌يې كړى او لیکلي چې دغه چارواکي په دې برخه كې مسؤليت لري چې نوموړی عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

هېواد دا لیکنه داسې مهال کوي چې تازه تېره ورځ امنیتي ارګانونو د يولیسو د امن او عامه نظم پخوانی قوماندان زمري پیکان د نیولو خبر هم ورکړ.

زمری پیکان د ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس د میاشتې په ۱۲مه د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې د هغه په غیاب کې له دندنې نه د ناوړه استفادې په جرم په اتو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی و.

سره له دې چې هغه مهال زمری پیکان په دې تورن و چې د کابل د یوه اوسېدونکي سهراب نظامي په وژنه کې یې خپل زوی ته امکانات برابر کړي، خو محکمې ښاغلی پیکان په دغه قضیه کې بې‌‌ګناه وپېژانده.

سرمقاله کې دا هم راغلي چې علیپور د نامسؤلې وسله‌والې ډلې قوماندان دى چې تر دې وړاندې په كابل كې د افغان حکومت له‌خوا د یو شمېر جرایمو په تور نيول شوى و او اوس‌يې هم دوسيه په عدلي او قضايي ارګانونو كې لا ينحله پاتې ده.

XS
SM
MD
LG