د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د ملي مصالحې عالي شورا: د بندیانو د تبادلې لړۍ باید بشپړه شي


طالب بندیان
طالب بندیان

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره باید د بندیانو د تبادلې لړۍ بشپړه شي.

د بین‌الافغاني خبرو د پیل کره څرک لا هم نه‌لګېږي، خو په دغه بهیر کې ښکېل اړخونه وایي، طالبان او دولت دواړه دې هدف ته نږدې شوي دي.

دغه غوښتنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی نن سې شنبه «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۴» اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وایي چې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې شته خنډونه له‌منځه تللي دي.

قریشي چې ټاکل شوې نن په اسلام‌اباد کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره وګوري، خبریالانو ته ویلي، د افغان سولې بهیر کې همکارۍ ته چمتو دي.

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

هغه زیاته کړه: "زموږ هدف سوله او نېکمرغي ده، دې برخه کې باید د متقابلو همکاریو او سلا مشورو له لارې مخته ولاړ شو، موږ پر مخ ځو او طالبانو ته مو بلنه ورکړې ده، د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې څه شرطونه وو چې د بندیانو خوشې کول‌یې تر ټولو لوی شرط و، دا موضوع له ستونزو سره مخ وه، خو اوس د دغو ستونزو هواري کې د پام وړ پرمختګ شوی."

قریشي ونه‌ویل چې له طالبانو سره به په کومو مسایلو خبرې کوي، خو ژمنه‌یې وکړه چې د ورځې پای کې به د خبرو جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

طالبانو بیا ویلي، د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په رهبرۍ دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د سولې بهیر په وروستیو پرمختګونو، هلته د مېشتو افغان کډوالو او سوداګریزو اسانتیاوو په اړه خبرې کوي.

تر اوسه د افغانستان دولت د طالبانو د دغه سفر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو کله چې تېر کال د تلې میاشت کې طالبانو پاکستان ته سفر کړی و، حکومت د سولې لپاره ګټور نه‌و بللی.

د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ په اسلام‌اباد کې د تېر کال لیدنه
د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ په اسلام‌اباد کې د تېر کال لیدنه

هغه مهال د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي و چې پاکستان دې د طالبانو د کوربه‌توب پر ځای هلته د ترهګرو پټنځایونه له‌منځه یوسي.

یوه نیوکه دا هم ده چې پاکستان ته د تللي طالب پلاوي یو شمېر غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي، خو طالبانو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی د قطر دفتر پر غړو د سفر بندیز لیرې شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره باید د بندیانو د خلاصون چارې بشپړې شي.

عبدالله تېره ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سولې ته د افغانانو لېوالتیا په وروستۍ لویه جرګه کې څرګنده شوه او د ده په ټکو نور باید د ولس رنځ ته پای ورکول شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وایي، د پاتې طالب بندیانو د خوشې کېدو په چاره کې لا پرمختګ نه‌شته، خو زیاتوي هڅې روانې دي چې یوې حل لارې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG