د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

'د طالبانو پاتې بندیان ښايي روانه اوونۍ خوشې شي'


ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

له طالبانو سره پر سوله د مذاکرې لپاره د حکومت د ۲۱ کسیز پلاوي غړی عطاالله لودین پرون (د اګسټ په ۲۸مه ) وویل، هیله لري چې دا اوونۍ به له دواړو خواو سره پاتې بندیان خلاص شي او مخامخ خبرې به پیل شي.

ښاغلی لودین زیاتوي: "د سولې خبرې به کله چې د طالبانو زندانیان او د حکومت زندانیان خوشې شي پیل شي، امېد شته چې په دې اوونۍ کې به خوشې شي، موږ امېد لرو چې د دې اوونۍ په پای یا د بلې اوونۍ په پیل کې به ان‌شالله خبرې پيل شي."

په افغانستان کې د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د سولې خبرې به په سپټمبر کې (په دې اوونۍ کې) پيل شي، خو وروسته د طالبانو سیاسي دفتر دا خبر رد کړ.

د طالبانو دفتر د خپلو ټولو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کوي.

د هغوی ۳۲۰ تنه لا هم له حکومت سره بندیان دي.

حکومت ولې هغوی نه‌خوشې کوي؟

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې حکومت دا کار د سولې خبرو د ځنډولو لپاره کوي.

د حکومت رسمي سرچینو لا په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي.

د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړي عطالله لودین بېګا ازادي راډیو ته وویل چې ښايي طالبان دا پلمه کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر هغوی فشار راولي چې خبرې پیل کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د سولې له انسټټیوټ سره په خبرو کې وویل چې د حکومت یو شمېر نړیوال ملاتړ کوونکي چې د سولې بیه او اهمیت ورته معلوم دی د هغوی د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG