د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ازادي راډیو د ۴۰۰ طالب بندیانو نوملړ ترلاسه کړی دی


د ۴۰۰ جنجالي طالبانو له ډلې د خوشې شویو ځینو تصویر
د ۴۰۰ جنجالي طالبانو له ډلې د خوشې شویو ځینو تصویر

ازادي راډیو د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو نوملړ ترلاسه کړی چې د افغانستان ولسمشر یې د خوشې کولو فرمان ورکړی دی.

د ۴۰۰ طالب بندیانو بشپړ نوملړ کې ۴۴ کسان د افغانستان او امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي.

تور لېست کې شامل ځیني کسان
تور لېست کې شامل ځیني کسان

دا نوملړ یوې معتبرې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته سپارلی دی.

د دې نوملړ پر بنسټ، دا ۴۰۰ زندانیان په پنځو ګټګوریو اعدام، قتل، انسان تښتونې، د نشه‌يې توکو قاچاق او تور نوملړ کې ځای شوي دي.

په اعدام یو شمېر محکوم شوي کسان
په اعدام یو شمېر محکوم شوي کسان

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ

په دې نوملړ کې د یادو کسانو بشپړ هویت، جرم او د سزا موده یاد شوې ده.

د نوملړ پر بنسټ، د دې کسانو له ډلې ۵۱ تنه د نشه‌يي توکو په قاچاق، ۱۵۶ تنه په اعدام، ۱۰۵ تنه په قتل، ۳۴ تنه په انسان تښتونې مجرم پېژندل شوي او ۴۴ تنه یې بیا د ملي امنیت او امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل دي.

یو شمېر هغه کسان چې جرمي وصف‌یې نشه‌یي مواد دي.
یو شمېر هغه کسان چې جرمي وصف‌یې نشه‌یي مواد دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې نوملړ په اړه خبرو ته نه حاضرېږي، خو له دې وړاندې ولسمشر غني او له طالبانو سره د مرکچي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي دا ۴۰۰ کسان خورا خطرناک مجرمین بللي دي.

موږ دا نوملړ له طالبانو سره هم شریک کړ، خو په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په ځواب کې وویل، "دا لېست بشپړ نه ښکاري"، مګر له دې وړاندې طالبانو ازادي راډیو ته منلې وه چې د دوی له‌خوا د طالب بندیانو په ۵ زره‌ییز نوملړ کې یو شمېر هغه کسان شته چې د دې ډلې غړي نه‌دي.

  • خو دا کسان ولې طالبانو ته مهم دي؟

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو يوه د عمده عايداتي لار د نشه يي توکو قاچاق دی، دا كسان هغه دي چې هم يې پخوا د جنګ په تمويل كى مهم رول لاره، طالبان د لويو قاچاقبرانو، لكه د حاجي بشر او يا جمعه خان او يا نورو قاچاقبرانو د خوشې كولو په بدل كې ډېرې پیسې په لاس راوړي او يا هغوى ورسره شريك دي، بعضى اطلاعات شته دى."

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

طالبانو ۴۰۰ بندیانو ازادي د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اساسي شرط بللی، خو تازه یوناما او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیلزاد هر څه ژر د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کړې.

یوناما دا هم ویلي چې روانه اوونۍ کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره دې فضا برابره شي.

د یوناما له دې ټویټ ښکاري چې ښيي روانه اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو لا هم د افغان حکومت مرکچي پلاوی کابل کې دی او طالبانو هم د خپلو ټولو زندانیانو تر ازادۍ مخکې د خبرو له پیل انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې له افغان حکومت غوښتي، څو هغه ۳ طالب زندانیان ازاد نه کړي، کوم چې د فرانسوي وګړو په وژنې مجرم پېژندل شوي دي.

د افغان حکومت له‌خوا د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو د ازادۍ پرېکړې چې درانه جرمونه لري، په لومړي ځل د یوه اروپايي هېواد منفي غبرګون راپارولی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له افغان حکومت غوښتي، څو هغه درې طالب بندیان چې فرانسوي وګړي یې وژلي دي، له بنده خوشې نه کړي.

په اعلامیه کې راغلي: "په خوشې کېدونکو بندیانو د هغو څو ترهګرو د خوشې کولو په اړه ځانګړې اندېښنه لري چې په افغانستان کې يې فرانسوي وګړي وژلي دي او دوی یې له خوشې کولو سره په کلکه مخالفت لري."

XS
SM
MD
LG