د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

ګارډین د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو پر خلاصون لیکنه کړې


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د حکومت له لوري د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو د خلاصون په اړه په یوه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به ښايي روانه اوونۍ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پیلولو لپاره د خپلو ۴۰۰ پاتې بندیانو د خلاصون شرط ایښی دی.

د افغانستان حکومت ویلي چې دا کسان په لویو جرمونو لکه برمته‌ګرۍ او د مخدره موادو په چاقاق کې لاس لري، خو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې د حکومت تورونه رد کړل.

ګارډین لیکي، د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکا په دې شرط له افغانستانه خپل پوځیان باسي چې طالبان له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو د ورځپاڼې له مخې، د افغانستان د سولې د پروسې منتقدان وايي چې طالبان ممکن د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د جګړې له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو له لوري په محدوده پیمانه د تشدد کمېدا د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړه، خو د دوحې د موافقې خلاف دې ډلې بېرته حملې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې د تېر ۲۰۱۹ کال په پرتله یو څه کمې شوې، خو د دې دلیل دا نه‌و چې طالبانو بریدونه کم کړي، بلکې امریکا او نړیوالو ځواکونو عملیات کم کړي او د داعش ډلې بریدونه لږ شوي دي.

  • بروکېنګز

بروکېنګز انسټټیوټ په افغانستان کې د امریکا د مأموریت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې و امریکا به د نومبر تر پایه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۵ زرو لږ کړي.

د بروکېنز انسټټیوټ په تحلیل کې له نومبر وروسته پاتې ځواکونو ته په اشارې راغلي، که د افغانستان په سیاسي جبهه کې غټې پېښې ونه‌شي، ښه ده چې د راتلونکو اټکلېدونکو پېښو لپاره دا پوځیان پاتې شي.

د لیکنې د لیکوال په باور د امریکا راتلونکی حکومت ممکن وغواړي چې ۵ زره پوځیان‌یې په افغانستان کې د نورو ۵ کلونو لپاره پاتې شي.

وړاندې په دې لیکنه کې لولو، د ۵ زره پوځیانو او یو شمېر ملکیانو او قراردادیانو ترڅنګ د امریکا متحده ایالات ممکن دوه یا درې اډې هم له ځان سره وساتي چې له هغو څخه هوايي او استخباراتي عملیات وکړای شي.

همداراز یو شمېر پوځي سلاکاران د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي.

XS
SM
MD
LG