د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

عبدالله عبدالله: بین‌الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي


د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، په نسبي اطمینان ویلی شم چې بین‌الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۶» په کابل کې د 'افغانستان د سولې او جګړې د انسټټیوټ' د افغانستان د خلکو د سولې د نظرپوښتنې د سروې د پرانیستلو مراسمو ته وویل، د دغو خبرو د پیل لپاره، مذاکره کوونکي پلاوي ټولې تیاریانې نیولي او دغو خبرو ته واحد نظر لري.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل، له دغو مذاکراتو مخکې به یاد پلاوی د شنبې په ورځ په کابل کې هم یوه خپلمنځي ناسته ولري.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "ان‌شاءالله په نسبي اطمینان ویلی شم چې په راتلونکې اوونۍ کې به بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي. د مصالحې عالي شورا سیاسي کمېټه او د اشخاصو لېست بشپړ شوی او اعلان به شي. مخکې له دې چې مذاکره کوونکی پلاوی مذاکراتو ته لاړ شي، د شنبې په ورځ به په کابل کې یوه ناسته ولري."

ښاغلي عبدالله د بین‌الافغاني مذاکراتو د ځای او ڼېتې په اړه څه ونه‌ویل.

مخکې له دې افغان دولتي چارواکو او طالبانو ویلي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته به د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي.

په ورته وخت کې په دغه ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل وویل، د سولې روان بهیر نیابتي دی او د افغانستان حکومت او خلک په‌کې شامل نه‌دي، هغه ادعا چې افغان حکومت تر دې مخکې رد کړې.

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

ښاغلی نبیل زیاتوي: "تر اوسه چې احساسېږي پاکستان ته په‌کې ډېر نقش ورکړل شوی، ځکه تر اوسه د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت او خلک شامل شوي نه‌دي، موږ حق لرو په دې اړه اندېښنه ولرو. د سولې په بهیر کې د ویتو حق پاکستان ته ورکړل شوی، دا چې په دغه بهیر کې افغان حکومت او خلکو ته نقش نه‌دی ورکړل شوی، موږ یې نیابتي بولو."

طالبانو هم ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو او د سولې اړوند مسایلو ته‌یې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو ۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

طالبانو مخکې له دې د ۴۰۰ طالبانو بندیانو د ازادولو لپاره چې ۸۰ تنه‌یې له لویې مشورتي جرګې وروسته د افغانستان زندانونو نه خوشې شول، د مذاکراتو لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې کړي وو.

د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو له ډلې د ۸۰ تنه خوشې شویو څخه ځیني کسان.
د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو له ډلې د ۸۰ تنه خوشې شویو څخه ځیني کسان.

په ورته وخت کې د حکومت یوې باوري سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادی راډیو ته وویل، د مذاکراتو تر پیلېدو پورې به د زندانیانو مسئله هم حل شي.

XS
SM
MD
LG