د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

محمد اشرف غني: د سولې بهیر پر وړاندې ټول خنډونه لیرې شوي


جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان حکومت یو ځل بیا پر طالبانو د مذاکراتو د پیل غږ وکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت په یو وېډیويي پیغام کې وویل چې دوی د سولې بهیر پر وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي دي.

ښاغلي غني وویل چې دوی په دې اړه خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړه.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۳۰» په دغه پیغام کې وویل: "با عزته او تل‌پاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلو کوښښونو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، سیمه‌ییز او نړیوال بحث بدله کړه، د با عزته سولې لپاره مو ټول شرایط اماده کړي دي، موږ د سولې په برخه کې خپله اراده او ژمنتیا نه‌یوازې ښودلې، بلکې عملي هڅې او اقدامات مو ترسره کړي دي."

جمهور رئیس د طالب بندیانو ازادۍ او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو ته اشاره وکړه او ټينګار یې وکړ چې په وار وار یې پر طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د بیل غږ کړی دی.

بل‌خوا د همدغو مراسمو په څنډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ځینو رسنیو ته ویلي چې د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کولو په مخالفت کې له فرانسې او استرالیا سره ډیپلوماتيکې خبرې کوي.

حمدالله محب دغه‌راز ویلي یاد هېوادونه باید جوړ جاړی وکړي ځکه د افغان سولې پروسه قربانۍ ته اړتیا لري او په خبره‌یې "‌موږ ډېرې قربانۍ ورکړي، موږ غواړو چې زموږ متحدین دغه پروسه درک کړي چې قربانۍ ته اړتیا لري."

نوموړي ویلي افغان حکومت د طالبانو له ۴۰۰ زندانیانو ۸۰یې ازاد کړي او تر هغه به پاتې نور ازاد نه‌کړي تر کومه چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونه کمانډویان او پیلوټان خوشې نه‌کړي.

حمدالله محب
حمدالله محب

طالبانو په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې د دغې ډلې ویاندویانو ازادي راډيو ته ویلي چې دوی له امریکا سره د هوکړې له مخې د افغان حکومت ټول ۱،۰۰۰ بندیان ازاد کړي.

طالبانو دغه‌راز ویلي تر هغې چې د دوی پاتې زندانیان نه‌وي ازاد شوي بین‌الافغاني خبرې نه‌پیلوي.

بل‌خوا په کابل کې یو شمېر سیاستوال او د طالبانو د وخت پخواني مشران په یوه غونډه کې سره راټول شوي و او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید د سولې مشورتي لویې جرګې د مشورې او د جمهور رئیس غني د صادر شوي فرمان له مخې پاتې نور طالب بندیان هم ازاد کړي ترڅو د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې دا شته خنډ هم لیرې شي.

سیاستوال او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال یو له دغو ګډونوالو و.

ښاغلی زاخېلوال وايي: "د سولې فرصتونه راځي او تخریبېږي، بېلابېلې پلمې ورته جوړېږي، کله ویل کېږي چې موږ نه‌غواړو خپلې لاسته راوړنې یې په قیمت کې ورکړو، کله بل څه، سوله خو سوله د خبرو له لارې راځي، همدا مسایل چې مهم دي د خبرو مېز ته کېنه، فرصتونه ورته جوړ کړه، خنډونه لیرې کړه، د خبرو پر مهال له مهمو مسایلو دفاع وکړه، دواړه طرفونو ته د یو بل درک کول په‌کار دي، د اعتماد د فضا جوړېدل په‌کار دي، مشترکات پیدا کول په‌کار دي."

محمد عمر زاخېلوال
محمد عمر زاخېلوال

دغو سیاستوالو ټينګار وکړ چې د افغان سولې په مسئله کې باید د نورو هېوادونو او استخباراتي کړیو لاسوهنو ته اجازه ورنه‌کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اېشاین لایټ انټرنشنل وېب‌سایټ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې درې وسله‌والې ډلې حزب‌الاحرار، جماعت‌الاحرار او د پاکستان د طالبانو تحریک سره یوځای شوي او غواړي د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

وېب‌پاڼې لیکلي دغو ډلو چې تازه سره یوځای شوي د افغانستان په کونړ او پکتیا ولایتونو کې هم په دې اړه ناستې کړې دي.

خو عبدالعزیز یوسف‌زی چې ځان د حزب‌الاحرار پخوانی ویاند او اوسنی غړی معرفي کوي ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسله‌والې ډلې سره یوځای شوي، خو د افغانستان په مسایلو کې لاسوهنه نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG