د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

عرب نیوز: هوساینه او پرمختګ یوه سوله‌ییز افغانستان ته په تمه دي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • سانفرانسیسکو کرونیکل

سانفرانسیسکو کرونیکل په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې د چهارشنبې ورځې بریدونو ته کتنه شوې چې د چارواکو په خبره په کابل او څو ولایتونو کې یې پنځه کسان ووژل.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دا تازه پېښې داسې مهال کېږي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو بهیر بې‌برخلیکه پاته دی.

په دې مطلب کې راغلي چې د افغانستان حکومت ویلي، تر هغو چې طالبان د افغان ځواکونو نور اسیران خوشې نه‌کړي، دوی به د طالبانو پاته ۳۲۰ بندیان خوشې نه‌کړي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د دوحې د توافق له مخې یې د افغانستان د حکومت اړوند زر تنه بندیان خوشې کړي.

د هغه توافق له مخې، د طالبانو او حکومت ترمنځ د ټولو بندیانو تبادله د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره مخکېنی شرط بلل شوی دی، هغه خبرې چې د مارچ میاشتې له ۱۰مې لپاره په پام کې نیول شوې وې، خو برخلیک‌یې لا هم معلوم نه‌دی.

د افغانستان حکومت له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي، خو دغې ډلې ویلي چې د اوربند او نورو موضوعاتو په اړه به د سولې خبرو په ترڅ کې موافقه وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د شااوخوا څلور میلیونه کورنیو بې‌ځایه شویو او د کرونا د خپرې شوې وبا په لړ کې یې د هغوی د ژوند پر ناخوالو لیکنه کړې ده.

په دې مطلب کې راغلي چې اووه کاله دمخه د بې‌ځایه شویو کسانو په اړه نوې پالېسي جوړه شوه، خو لا تر اوسه هم د هغوی د ژوند وضعیت بدل شوی نه‌دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د کرونا وبا په خورېدو سره د کورنیو بې‌ځایه شویو د ژوند ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

د څښلو اوبو نشتوالی، بې‌کاري، په کمپونو کې د کډوالو ګڼه ګوڼه او پر ښځو او ماشومانو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اغېزې، د بې‌ځایه شویو کسانو پر وړاندې د ناخوالو یوه بېلګه بلل کېږي.

په دې ترڅ کې د یو شمېر فرصتونو خبرې هم کېږي.

  • عرب نیوز

عرب نیوز په دې اړه یوه مقاله چاپ کړې ده.

د مقالې لیکوال په دې باور دی چې هوساینه او پرمختګ یوه سوله‌ییز افغانستان ته په تمه دي.

لیکوال زیاتوي افغانستان له کلونو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی، خو وایي خلکو له تېرو وختونو څخه داسې تجربې اخیستي چې د سولې په لاره کې محتاطانه ګام اخلي.

XS
SM
MD
LG