د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

'د بین الافغاني مذاکراتو پیل پر وړاندې ستر خنډ د بندیانو موضوع ده'


قطر کې افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ غونډه -July 07, 2019
قطر کې افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ غونډه -July 07, 2019

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان پلاوي ځیني غړي وايي، د بین الافغاني خبرو اترو پیل پر وړاندې لا هم د بندیانو موضوع ستر خنډ دی.

که څه هم افغان حکومت د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو ۸۰ يې خوشې کړي خو د مذاکره کوونکي پلاوي ځینې غړي وايي، دا پروسه ځکه ځنډېدلې چې د ده په وینا چې طالبانو لا هم د افغان حکومت زندانیان نه دي خوشې کړي.

ظاهراً بین الافغاني خبرې اترې له یو نوي خنډ سره مخ دي.

یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي حکومت ځکه د طالبانو پاتې بندیان تر دې دمه نه دي ازادي کړي چې لا هم د دې ډلې په بند کې افغان امنیتي ځواکونه شته.

عبدالحفیظ منصور چې د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړی دی ازادي راډیو ته وویل طالبان باید ټول اسیر امنیتي ځواکونه خوشې کړي.

عبدالحفیظ منصور
عبدالحفیظ منصور

منصور زیاته کړه: "یو شمېر هغه دولتي امنیتي ځواکونه چې له طالبانو سره اسیران دي، لا هم ازاد شوي نه دي، هغوی موږ ته د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو وویل موږ ورته ۵۵۰۰ خوشې کړل، مقابل لوري هم باید زر تنه هغه ځواکونه او د ملي اردو منسوبین چې له طالبانو سره دي ازاد کړي وای، موږ یې د هویت او ځایونو په اړه پوهېږو، طالبانو ته مو وویل چې هغوی هم باید ازاد کړي، یوازې همدا د زرو تنو ازادي مو ترې وغوښتنه اضافه نه، خو لا هم دا بهیر بشپړ شوی نه دی."

تر دې وړاندې د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د سولې او ملکیانو د خوندیتوب مشر انتظار خادم هم ازادي راډيو ته ویلي و چې یو شمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم له طالبانو سره په بند کي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو خو تر دې دمه د دغه ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنه نه ده ځواب کړې.

خو وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي وه چې دوی د افغان حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي دي.

که څه هم د افغان حکومت مشرانو د سولې مشورتي لويې جرګې غړو ته ویلي وو چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو د لړۍ له پیل درې ورځې وروسته به بین لافغاني خبرې اترې پیل شي خو د ۸۰ طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ناوخته خوشې شول لا هم د دې خبرو دپیل څرک نه لګېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي تر هغه بین لافغاني خبرې نه پیلېږي تر څو چې د دوی ټول ۴ سوه بندیان نه وي خوشې وشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ښاغلي شاهین ازادي راډيو ته دا هم ویلي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د دوی له لوري اجنډا بشپړه شوې ده.

خو د افغان ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل اوس د څلور سوه طالب بندیانو پر خلاصون پرېکړه شوې طالبان باید زر تر زره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

هغه وايي: "له هغه وروسته چې ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه، اوس د دې وخت دی چې طالبان دا فرصت له لاسه ورنه کړي او زر تر زره دې مستقیمو خبرو ته کېني، خو دا چې دا مذاکرات به کله پیلېږي لا مشخصه نه ده."

د افغان ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي

افغان حکومت د دغو لانجمنو څلورسوه طالب بندیانو له ډلې تر دې دمه ۸۰ کسان خوشې کړي.

خو دا چې پاتې ۳۲۰ نور طالب زندانیان کله خوشې کیږي افغان حکومت يې په اړه څه نه وايي.

XS
SM
MD
LG